ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو له ځینو مشرانو سره د هند اړیکې جوړول ناتایید شوی راپور دی

د طالبانو له ځینو مشرانو سره د هند اړیکې جوړول ناتایید شوی راپور دی

author avatar
9 Jun 2021 - 17:01
د طالبانو له ځینو مشرانو سره د هند اړیکې جوړول ناتایید شوی راپور دی
author avatar
9 Jun 2021 - 17:01

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰): ځینې رسنۍ وایي، هند د طالبانو له ځینو مشرانو سره د خبرو اترو اړیکې جوړې کړې دي، خو طالبان دغه راپور ردوي او نورو اړوندو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ادعا:

هندوستان ټایمز نن (د غبرګولي په ۱۹مه) راپور خپور کړی چې هند په لومړي ځل، د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون، د طالبانو له مشرانو سره د خبرو اترو اړیکې جوړې کړې دي.

دغه خبر د افغانستان یوه خصوصي تلوېزیون «طلوع نیوز»، او «هشت صبح» ورځپاڼې هم خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي چې په دې ګام سره هند یو «د پام وړ بدلون» راولي، داسې چې تر اوسه یې له طالبانو سره هېڅ راشه ‌درشه نه وه.

هندوستان ټایمز ته یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دغه اړیکه، د هندي امنیتي چارواکو له‌ خوا یوازې هغو “ملتپاله” طالب لوریو او مشرانو سره ده، چې د پاکستان او ایران نفوذ پرې نشته.

هندوستان ټایمز ته سرچینو ویلي، د هند او طالبانو اړیکې، له تېرو څو میاشتو راهیسې دي، خو لا یې هم څرنګوالی معلوم نه ‌دی.

په راپور کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په اړه راغلي، چې له هندي لوري سره یې پیغامونه تبادله کړي، خو د دواړو غاړو ترمنځ د کومې غونډې پخلی لا نه دی شوی.

هندوستان ټایمز ته سرچینو دا هم ویلي، چې د دواړو خواوو له بې باورۍ سره سره، ځینو نورو طالبانو سره هم اړیکې نیول شوې دي.

د راپور پر بنسټ، هند د سیمې په کچه د افغانستان د پرمختیا او بیارغونې چارو کې تر بل هر هېواد ډېر فعال پاتې شوی، داسې چې درې میلیارده ډالر یې لګولي، خو له طالبانو سره د اړیکې په برخه کې د سیمې د نورو لوبغاړو، لکه روسیې، چین او ایران په پرتله، څنډې ته پاتې شوی او کېدای شي یو لامل یې دا وي چې د پاکستان پوځ له اوږدې مودې راهیسې له طالبانو سره اړیکه لري.

نیویارک ټایمز ته یوې بلې سرچینې د هندوستان ټایمز د یاد خبر په اړه ویلي:”خو اوس یو لوی بدلون را روان دی، داسې چې؛ شته ځینې چې فکر کوي، له طالبانو سره اړیکه لرل به غوره وي.”

له نیویارک ټایمز سره چې چا خبرې کړي، په «ډېره څرګنده توګه» یې ویلي، د هند اړیکه له حقاني شبکې او د کوټې شورا له غړو سره نه ده شوې، ځکه چې هغوی د پاکستان د پوځ «لاسپوڅي» دي.

حقیقت موندنه:

هندي چارواکو تر اوسه د یاد راپور په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پژواک دغه موضوع په کابل کې د هند له سفارت، د هند د بهرنیو چارو له وزارت او په هند کې د افغانستان له سفارت سره د واټس اپ له لارې شریکه کړه، خو تر اوسه (نن له غرمې وروسته څلور بجې) یې ځواب نه دی ورکړی.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد راپور بی بنسټه دی او حقیقت نه لري.

ده وویل:”دا ډول مجهول او بې اساسه خبرونه چې نه يې ادرس معلوم وي او نه حقیقت لري، وخت په وخت خپرېږي.”

د نړیوالو رسنیو لپاره د طالبانو ویاند سهیل شاهین په دې اړه وایي:”ما دا راپور ولید خو تاییدوم یې نه.”

پایله: ځینو هندي او افغان رسنیو نن راپور خپور کړی چې هند په لومړي ځل، د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په ګډون، د طالبانو له ځینو مشرانو سره د خبرو اترو اړیکې جوړې کړې، خو طالبان دغه راپور ردوي او نورو اړوندو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پرېکړه: د طالبانو له ځینو مشرانو سره د هند اړیکې جوړول ناتایید شوی راپور دی.

Visits: 307

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.