ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه کسان وژل شوي

په لغمان کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه کسان وژل شوي

author avatar
13 Jun 2021 - 12:12
په لغمان کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه کسان وژل شوي
author avatar
13 Jun 2021 - 12:12

مهترلام (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د لغمان ولایت په اليشنګ ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي او يو تن مرګونی ټپي دی.

د لغمان چارواکي وايي چې دغه توغندی وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو توغولی، خو پر ياد کور لګېدلی دی.

‏په ختيځ کې د سيلاب قول اردو مرستيال وياند سيد مقصود صاحب زاده د غبرګولي په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د لغمان ولايت الیشنګ ولسوالۍ اړونده کوټالۍ سيمه کې د ولسي خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ توغولې دي.

هغه زياته کړه چې يوه مرمۍ د ملکي خلکو پر يوه کور لګېدلې چې له امله یې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د لغمان د ولايتي شورا رييس عتيق الله عبدالرحيمزي هم پژواک اژانس ته وويل، چې مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې چې د يوې کورنۍ پنځه غړي په کې وژل شوي دي.

د محمود په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې د یادې کورنۍ وګړي ډېر بې چاره و، نارينه یې کروندګر او خټګر و.

هغه زياته کړه چې د کور نارينه ټپي دی، مېرمن او اولادونه يې وژل شوي، خو د ټپي حالت هم مرګونی دی.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټرپاڼه ادعا کرې چې ياده مرګ ژوبله د دولتي ځواکونو د ډيسي توپ مرمۍ اړولې ده.

Visits: 122

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.