ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د افغان حکومت پلاوي ته د عثمان کاکړ جنازه کې د ګډون اجازه ورنکړه

پاکستان د افغان حکومت پلاوي ته د عثمان کاکړ جنازه کې د ګډون اجازه ورنکړه

author avatar
23 Jun 2021 - 22:27
پاکستان د افغان حکومت پلاوي ته د عثمان کاکړ جنازه کې د ګډون اجازه ورنکړه
author avatar
23 Jun 2021 - 22:27

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۰) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د پاکستان حکومت ددوی لوړ پوړي پلاوي ته د عثمان کاکړ په جنازه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

د کوزې پښتونخوا وتلي سیاستوال عثمان خان کاکړ څو ورځې مخکې په خپل کور کې په مرموز ټپي کړل شوی و، چې څو ورځې وروسته یې د کراچۍ په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د هغه د جنازې لمونځ نن د چنګاښ په ۲مه د کویټې په مسلم باغ سیمه کې خاورو ته وسپارل شو، چې پکې د پښتونخوا ملي ګوند مشر محمودخان اڅکزی، د ګڼ شمیر نورو ګوندونو مشرانو او د هغه لسګونه زره مینه والو ګډون کړي وو.

بلخوا د افغانستان حکومت ویلي چې د پاکستان چارواکو ددوی لوړ پوړي پلاوي ته د عثمان کاکړ په جنازه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ، د افغانستان حکومت پرېکړه کړې وه چې د ملي امنیت د سلاکار د ولسي او سیاسي چارو مرستیال سرور احمدزی او د سرحدونو او قبایلو وزرات وزیر محب الله صمیم د افغان حکومت په استازیتوب د  عثمان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړي، خو د پاکستان حکومت يې مخه نیولې ده.

سرچینې زیاته کړې، افغان حکومت د خپل ولس په استازیتوب د عثمان کاکړ کورنۍ، دوستانو، خواخوږو او پلیونو ته تسلیت وړاندې کوي او د هغه د ارمانونو او هیلو د پوره کولو توان ورته غواړي.

په خبرپاڼه کې راغلي،  کاکړ په پښتونخوا کې د پښتنو د محکومیت پر ضد د مدني احتجاج یو کمساری اواز و.

د پاکستان حکومت تر اوسه د افغانستان د ملي امنیت شورا دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. دا هم نه ده رو

ښانه چې د افغان حکومت پلاوی له کومې لارې جنازې ته روان و، ځکه چې پاکستان ته ټولې ځمکنۍ لارې د کرونا له امله بندې دي.

په افغانستان کې غایبانه جنازې :

د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې زرګونو کسانو د عثمان کاکړ غایبانه جنازې او هغه لپاره یې دعا ګانې وکړې.

نن سهار لومړی د جلال اباد ښار په باچا خان مزار کې د عثمان کاکړ غایبانه جنازه وشوه، بیا د خوست ښار په جامع جومات کې، ورپسې د کندهار ښار په خرقې مبارکې جومات کې او بیا د کابل په عید ګاه جومات کې د عثمان کاکړ غایبانه جنازې وشوې.

په کویټه کې تر ټولو ستره د جنازې لمونځ:

د پښتون ساستوال عثمان خان کاکړ مړی نن چارشنبه د هغه پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورې ته سپارل شوی. د جنازې په مراسمو کې د پاکستان یو شمېر سیاستوالو او د  کاکړ لسګونو زرګونو پلویانو ګډون وکړ.

یو شمېر سیاستوالو د جنازې په مراسمو کې ګډون کوونکو ته ویناوي هم کړې دي او په دې ویناو کې شاوخوا ټولو ویلي، پر عثمان خان کاکړ په کور کې برید شوی او وژل شوی دی.

د عثمان کاکړ زوی خوشحال خان کاکړ د جنازې ګډونوالو ته وویل، پلار یې د هغه برید پایله کې وژل شوی دی، چې خپل کور کې پرې شوی و.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل، داسې ډېری ثبوتونه لري چې عثمان کاکړ د یوه برید پایله کې وژل شوي او هغو خلکو ته به دا شواهد وسپاري چې دوی باور پرې لري.

هغه زیاته کړه  داسې ثبوتونه یې لیدلي چې یو کس د عثمان خان کور ته ننوځي او د هغه له راوتلو وروسته یو شمېر نور کسان هلته ورځي او پر عثمان کاکړ برید کوي.

محمود خان اڅکزي وویل، درې میاشتې وروسته به د خیبر پښتونخوا په بنو کې د سیاسي ګوندونو په مشوره د پښتنو په استازیتوب یوه جرګه رابولي، چې د ده په وینا نه یوازې د پاکستاني پښتنو پر ستونزو به بحث پکې کېږي، بلکې د افغانستان پر وضعیت به هم پکې خبرې وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د عثمان کاکړ د وژنې په اړه چې د هغه کورنۍ او ګوند هره پرېکړه وکړي، غورځنګ به یې ملاتړ کوي.

پښتین راټولو خلکو ته وویل،‌ عثمان کاکړ پر ځان د برید خبرداری ورکړی و،‌ او که پښتانه هغه خبرداری له پامه وغورځوي نو سبا به بیا د خپل کوم بل مشر په جنازه کې راټول وي.

Visits: 242

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.