ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو څلورو اوونیو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ پر کمېدو ده

په تېرو څلورو اوونیو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ پر کمېدو ده

author avatar
26 Jun 2021 - 18:18
په تېرو څلورو اوونیو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ پر کمېدو ده
author avatar
26 Jun 2021 - 18:18

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ۱۴۰۰): په تېرو څلورو اوونیو کې په داسې حال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ پر کمېدو ده چې په دې موده کې یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي او په دې وروستیو کې ځینو ولایتونو کې یو شمېر خلکو د طالبانو پر ضد وسلې اخیستې دي.

  • بایډن: پوځیان مو باسو، خو له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو.
  • امريکايي سناتور ميچ مکانل: ترهګري لا نه ده ختمه، تمه ده بایډن له افغانستانه د پوځيانو ايستل وځنډوي.
  • غني: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړې ته درناوی لرو… افغانستان به په یووالي او هوډ له ستونزو راووځي.
  • غني وایي، طالبان دې د جګړې او سولې په اړه خپل هوډ په ډاګه کړي.
  • طالبان: د سولې لپاره باید د دوحې تړون پلی او «واقعي اسلامي نظام» جوړ شي.
  • د طالبانو لاسته د لسګونو ولسوالیو تر لوېدو وروسته، ځینې خلک د طالبانو پر ضد وسلې اخلي.
  • طالبان: له هغو کسانو سره به سخت چلند وکړو چې خلک مسلح کوي.
  • شنونکي: د خلکو وسله وال کېدل هېواد له ګواښونو سره مخ کولای شي.
  • تېره اوونۍ د وړمې په پرتله ملکي مرګ ژوبله ۲۷ سلنه کمه وه.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:  

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۲ ولایتونو (کندهار، نورستان، پکتیا، خوست، کابل، ننګرهار، بلخ، بادغیس، لوګر، بغلان، فارياب او سمنګان) کې په ۱۵ بریدونو کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

تېره اوونۍ که څه هم چې وسله والو طالبانو بریدونه ډېر کړي و او د وړمې اوونۍ په څېر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې ډېرې زورورې وې او ځینې ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېدې، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کې د وړمې اوونۍ په پرتله کمه وه.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د ملکي تلفاتو زیاتېدو ته په اشارې وویل: “موږ د مسوول نظام او مشروع دولت په توګه په جګړه کې ټولو بشري قوانینو ته ژمن یو، خو طالبانو دغه ټول قوانین تر پښو لاندې کړي او افغانستان ورانوي.”

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د ملکي تلفاتو پړه پر دولت اچوي.

امریکا ته د ولسمشرغني سفر:

ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له یو شمېر نورو افغان چارواکو سره تېره پنجشنبه د امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړ.

غني تېره جمعه واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال جوبایډن سره وکتل. بایډن په دغه کتنه کې تر سپټمبر پورې له افغانستانه د خپلو پوځیانو پر وتلو او په افغانستان کې د “بې معنا تاوتریخوالي” پر درولو د ټینګار تر څنګ وویل چې هېواد به یې په سیاسي، مالي او پوځي برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو امريکايي سناتور ميچ مکانل وایي، د ترهګرۍ خطر لا له منځه نه دی تللی. ده هيله څرګنده کړې چې بايډن له افغانستانه د پوځيانو ايستل وځنډوي او په دې برخه کې اندېښنو ته پام وکړي.

ولسمشر غني له بایډن سره په کتنه کې، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو پرېکړې ته د درناوي تر څنګ ویلي چې افغانستان له یو سخت پړاوه تېرېږي، خو په یووالي او هوډ به له دې ستونزو راوځي.

غني له ځینو نورو امریکایي چارواکو سره د کتنو تر څنګ، د امریکا د استخباراتو (سي ای اې) له مشر ويليمزبرنز سره د بندو دروازو تر شا شاوخوا دوه نیم ساعته خبرې کړې دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره په ترکیه کې خبرې وکړې.

اردوغان وویل چې ترکیه په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکې ده او تل به د افغانانو ترڅنګ وي. یاد قطري چارواکي هم ویلي چې هېواد یې د افغانستان له سولې ملاتړ کوي.

سوله که جګړه؟

غني امریکا ته د سفر پر مهال ویلي چې طالبان په زور واک نه شي تر لاسه کولای. ده تر سفر مخکې ویلي و، طالبان باید څرګنده کړي چې واک کې راتلل څرنګه غواړي؟ په سیاسي حل که د «دوښمنۍ»په دوام. هغه وایي که طالبان دوښمني وغواړي، سخت ځواب به ورکړل شي.

افغان چارواکي وایي، طالبان سولې ته ژمن نه دي او د زور له لارې واک ته رسېدل غواړي. خو طالبان ټینګار کوي چې د سولې لپاره باید د هغوی او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د دوحې تړون پلی او «واقعي اسلامي نظام» جوړ شي.

د خلکو وسله وال کېدل او په تړاو یې اندېښنې:

د راپورونو له مخې، په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د طالبانو له خوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لسګونه ولسوالیو له نیولو وروسته په جوزجان، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، بلخ، فاریاب، تخار، بغلان، هرات، زابل، خوست او سمنګان ولایتونو کې ځینو خلکو وسله اخیستي، وایي د دولت په ملاتړ د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.

د افغانستان د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویلي، دولت چمتو دی چې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او وسلې ورکړي. خو طالبان وایي له هغو کسانو سره به سخت چلند وکړي کوم چې «لا هم په هېواد کې جګړې او جدل ته لمن وهي، د ولسي پاڅون کوونکو، اربکیانو او غیرمسوولو کسانو په نوم خلک مسلح کوي یا د خپل نامشروع قدرت د دوام لپاره له ملکي خلکو څخه د پاڅون کوونکو په توګه استفاده کوي.»

شنونکي د خلکو د وسله وال کېدو له امله احتمالي ګواښونو اندېښمن کړي ” تر عنوان لاندې د پژواک د تحلیلي راپور له مخې، د چارو یو شمېر پوهان وایي، که له طالبانو سره د مبارزې لپاره د خلکو وسله وال کول په ښه توګه مدیریت نه شي، ښايي په هېواد کې د اوږدمهالې کورنۍ جګړې، د خلکو د امنیت له ګواښ سره مخ کېدو او ان د پوځي کودتاه لامل شي.

خلک سوله او اوربند غواړي:

په ولسي جرګه کې د کندوز ولایت يو شمېر استازو او مدني فعالانو تېره اوونۍ په کابل کې د يوې ناستې پر مهال د جګړې له ښکېلو غاړو د جګړې د درېدو او اوربند غوښتنه وکړه او ويې ویل چې بايد د دغه ولايت امنیتي وضعيت ته پام وشي.

د ناستې ګډونوالو له طالبانو او حکومته وغوښتل چې له ملکي وګړو د ډال په توګه کار وانخلي او هر څومره ژر چې کيږي د سولې خبرې دې پيل کړي.

د افغانانو تر منځ د سولې خبرې شاوخوا لس میاشتې مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوي، خو تر اوسه یې یواځې د خبرو پر تګلاره هوکړې کړې او تر هغه وروسته له یو ډول بندون سره مخ دي.

 

Visits: 295

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.