ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړیوال بانک: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

نړیوال بانک: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

author avatar
1 Jul 2021 - 16:48
نړیوال بانک: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي
author avatar
1 Jul 2021 - 16:48

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۰): په افغانستان کې د نړیوال بانک نوې مشرې ملینډا ګووډ ویلي، په دې سختو شرایطو کې اړتیا لیدل کېږي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه دوام ومومي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلی چې له ياد شوي بانک څخه خپره شوې ده.

سرچينه زياتوي، نوموړې چې په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر نوې مشره ټاکل شوې، نن د چنګاښ په ۱۰مه یې په رسمي توګه په کار پیل وکړ.

مېرمن ملینډا د هېنري‌ کرالي ځای ناستې ده چې هغې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر مشري پر غاړه درلوده.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر نوې مشرې ملینډا ګووډ د خپل کار په لومړۍ ورځ ویلي: " زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د نړیوال بانک د مشرۍ دنده راسپارل شوې او له دې لارې ماته دا فرصت برابر شوی چې د افغانستان خلکو ته د خدمت جوګه شم."

هغې زیاته کړې، افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو او د کړکېچنې سیاسي اوضاع له امله له سختو شرایطو سره مخامخ دی او له همدې امله اړتیا لیدل کېږي‌ چې د نړیوالې ټولنې مرستې خلکو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه دوام ومومي.

د نوموړې په خبره، له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې نړیوال بانک د افغانستان د خلکو یو مهم ملاتړی پاتې شوی او له دې هېواد سره یې د پراختیايي پایلو او پرمختګونو په ترلاسه کولو کې د ستایلو وړ رول لوبولی دی.

دې زیاته کړې: "موږ له خپلو پرمختیايي شریکانو سره ګډ هوډ لرو څو د اوضاع د ښه کېدو، د ځان بسیاینې او د یوې سوکاله او هوسا راتلونکې لپاره د افغانستان د خلکو او دولت ترڅنګ ودرېږو. "

ملینډا ګووډ چې د امریکې متحده ایالتونو اوسېدونکې ده، په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې يې له نړیوال بانک سره خپله دنده پیل کړه او د سوېلي اسیا په ګډون د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یې د رهبرۍ په بستونو کې له دې بانک سره کار کړی دی.

مخکې له هغې چې ملینډا ګووډ له نړیوال بانک سره خپله دنده پيل کړي، په مانیلا او فيلیپین هېوادونو کې یې د اسیا له پراختیايي بانک او په واشنګټن ډي سي‌ کې یې له (Millennium Challenge . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.