ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتیکا لپاره د طالبانو والي سخت ټپي شوی او لسګونه نور طالبان وژل شوي”

“د پکتیکا لپاره د طالبانو والي سخت ټپي شوی او لسګونه نور طالبان وژل شوي”

author avatar
2 Jul 2021 - 17:03
“د پکتیکا لپاره د طالبانو والي سخت ټپي شوی او لسګونه نور طالبان وژل شوي”
author avatar
2 Jul 2021 - 17:03

ښرنه (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۰): د پکتیکا  چارواکي وايي چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي په هوايي بريد کې سخت ټپي شوی او لسګونه نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند غازي دانش د چنګاښ په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار نهه بجې هوايي ځواک په خوشامند ولسوالۍ کې هدفي بريدونه وکړل.

هغه زیاته کړه چې په دغو هوايي بريدونو کې د پکتيکا لپاره د وسله والو طالبانو والي محمد عيسي قندهاری سخت ټپې شوی او د هغه د وياند په ګډون ۲۵ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي، په يادو عملیاتو کې چې نن د غرمې تر ۱۲ بجو یې دوام درلود دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره چې د طالبانو والي د سرې قطعې له يوه ګروپ سره يو ځای خوشامند ولسوالۍ ته راغلی و چې د هوايي ځواک هدف وګرځېد.

د خوشامند ولسوالۍ یو اوسېدونکی بهرام وايي چې هوايي عمليات شوي خو سيمه د طالبانو له لوري کلابنده شوې او څوک نږدې نه ور پرېږدي.

د یادونې ده، خوشامند ولسوالۍ څو ورځې مخکې طالبانو ونیوه، خو اوس هم په ياده ولسوالۍ کې د اردو کنډک فعال دی او جګړه کوي..

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

یوه بله ځايي سرچينه چې نه غواړي نوم يي خپور شي وايي، چې دطالبانو والي په د ډيسې توپ هدف ګرځيدلي او سخت ژوبل شوي

Visits: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.