ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو پنځو اوونیو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ پر کمېدو ده

تېرو پنځو اوونیو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ پر کمېدو ده

author avatar
3 Jul 2021 - 18:31
تېرو پنځو اوونیو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ پر کمېدو ده
author avatar
3 Jul 2021 - 18:31

کابل (پژواک،۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰): سره له دې چې په تېره یوه نیمه میاشت کې افغانستان کې پر ولسوالیو د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی او د ښکېلو غاړو د درنې مرګې ژوبلې خبرونه هم خپرېږي، خو په تېرو پنځو اوونیو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ پر کمېدو ده.

  • ځینې هېوادونه او د ملي پخلاینې عالي شورا د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنې لري.
  • امریکایی ځواکونه په داسې حال کې له بګرام هوايي اډې څخه هم ووتل چې طالبانو پر ولسوالیو بریدونو ته زور ورکړی.  
  • پنټاګون: د طالبانو بریدونو، د افغانستان د کشالې سوله ‌ییز حل لپاره د دغې ډلې رښتینولي له پوښتنې سره مخامخ کړې ده
  • د افغانستان حکومت او طالبان د سولې خبرو کې د ځنډ پړه پر یو بل اچوي.
  • پاکستان او ازبکستان: د افغانستان کړکېچ باید د سولې له لارې حل شي.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:  

تېره اوونۍ د هېواد په ۸ ولایتونو (ننګرهار، پروان، بغلان، کندهار، فراه، غزني، خوست او لوګر) کې په ۱۲ بریدونو کې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.

تېره اوونۍ که څه هم چې وسله والو طالبانو بریدونه ډېر کړي و او د وړمې اوونۍ په څېر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې ډېرې زورورې وې او ځینې ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېدې، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کې د وړمې اوونۍ په پرتله کمه وه.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

امنيتي ارګانونه ادعا کوي چې په تېره يوه مياشت کې زرګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبان دغه څرګندونې ناسمې بولي، وایي چې په دې موده کې ګڼ شمېر دولتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان دي.

د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې:

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله تېره اوونۍ وویل چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جګړو ته زور ورکړی، جګړه د پلازمېنې کابل دروازو ته په نږدې کېدو ده او د افغانستان بقا له ګواښ سره مخ ده.

د تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان، روسیې، سربیا، افغانستان او بېلاروس د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو د تازه خوځښتونو ډېرېدل د سیمې لپاره ګواښ وبلل شول او له طالبانو غوښتنه وشوه چې د خبرو میز ته کېني.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د دې وېره شته چې افغانستان کورنۍ جګړه کې ښکېل شي. دی وایي که د افغانستان مشران یو موټی پاتې نه شي، باید “د ډېرو سختو حالاتو” تمه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې – وروسته له هغه چې یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېدې – یو شمېر خلکو د طالبانو پر ضد وسلې اخیستې او طالبانو ګواښ کړی چې دغه کسان به د دوی له سخت غبرګون سره مخ شي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر ډیمیټري ژیرنوف ویلي چې روسیه نېغ په نېغه له طالبانو ګواښ نه محسوسوي، خو وایي: “هلته (افغانستان کې) حالات اندېښمنونکي دي، د ترهګرو ګواښونه زیات شوي.”

امریکایي ځواکونه د بګرام له اډې هم ووتل:

امریکايي ځواکونه تېره ورځ افغانستان کې له خپلې تر ټولو لویې پوځي اډې «بګرام» څخه هم په بشپړه توګه ووتل. له بګرام هوايي اډې وتل ښيي چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه بشپړېدو ته نږدې شوې ده.

ټاکل شوې وه چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کابل کې د امریکا سفارت، دیپلوماټانو، د کابل ښار د تر ټولو امنیتي شنې سیمې او د کابل هوایي ډګر د امنیت لپاره به شاوخوا ۶۰۰  امریکایي سرتېري تر سپټمبر وروسته هم کابل کې پاتې وي.

سرچینه وایي چې دغه ځواکونه به د عملیاتو حق نه لري، خو کله چې پرې برید کېږي له ځانه دفاع کولی شي.

د سولې خبرې چا له خنډ سره مخ کړي؟

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د مقابل لوري (اسلامي جمهوریت) د مرکچي ډلې غړي ډېره موده په دوحه کې نه وو او له همدې امله خبرو کې پرمختګ ونه شو.‌

ده دا نیوکه هم کړې چې د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي ځینې غړي افغانستان کې د جګړې ډګر ته تللي.

څو ورځې مخکې د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی او د جمعیت اسلامي د یوې څانګې د مشر عطا محمد نور زوی خالد نور، څو ورځې وړاندې په بلخ کې له خپل پلار سره یو ځای د طالبانو پر ضد ولاړو وسله والو سره په پوځي یونیفورم کې ولیدل شو.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی په ټول چمتووالي سره په دوحه کې موجود دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د دوحې له تړون سره سم باید طالبانو اوربند کړی وای، خو هغوی تاوتریخوالی او جګړې زیاتې کړې دي. د هغه په وینا، طالبانو نړۍ ته وښوده چې واک په زور غواړي.

د امریکا د دفاع وزارت هم وایي، د طالبانو بریدونو، د افغانستان د کشالې سوله ‌ییز حل لپاره د دغې ډلې رښتینولي له پوښتنې سره مخامخ کړې ده.

طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی. راپورونه ښیي چې په تېرو دوو میاشتو کې تر ۱۲۰ ډېرې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني او د ازبکستان چارواکو او دغه راز د افغانستان د مصالحې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي چې د افغانستان د جګړې او کړکېچ لپاره پوځي حل لار نشته او باید دغه ستونزه د سولې له لارې حل شي.

ګوندونه او خلک:

تېره اوونۍ په پکتیا کې سلګونو کسانو یوه غونډه کې وویل چې د طالبانو پرضد وسله واله مبارزه کوي. دغه راز د اسلامي جمعیت ګوند د جلا شوې څانګې مشر عطامحمد نور بلخ کې د طالبانو پر ضد د خلکو د وسله وال کېدو (د ملي بسیج) نظامي شورا مشر وټاکل شو.

نور ویلي چې د سیاسي ګوندونو له خوا په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د خلکو ملي غورځنګ ګوند، د افغانستان خلکو د وحدت اسلامي ګوند، د افغانستان ازاد اسلامي حرکت ګوند، د وحدت اسلامي نوین افغانستان ګوند، د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد، د حرکت اسلامي، د اقتدار ملي، د اعتدال ملي، د ګوندونو اسلامي مشورتي شورا او د اسلامي جمعیت اسلامي ګوند استازو او مسوولینو ګډون کړی وو.

د بلخ یو شمېر اوسېدونکو په یوه بله غونډه کې له حکومتي ځواکونو او طالبانو وغوښتل چې د جګړې پر مهال د عامو خلکو د سر او مال خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

هغوی وايي چې د وروستيو جګړو، ماين چاودنو او هوايي بريدونو له امله په ځينو سيمو کې ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د پکتيا سلګونو اوسېدونکو یوې غونډه کې د سولې لپاره پر رښتینو هڅو ټینګار وکړ، ویې ویل چې نړیواله ټولنه دې هم افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو کې رول ولوبوي.

د کندهار، زابل، اروزګان او هلمند سلګونو تنو کندهار کې په یوه غونډه کې وویل، که طالبان جګړه و نه دروي او سوله و نه کړي، نو خلک اړ کېږي چې وسلې واخلي او پر خلاف یې ودرېږي.

Visits: 468

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.