ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: افغان سیاستوال د ملي اجماع په رامنځته کولو سره د کورنۍ جګړې مخه نیولای شي

امریکا: افغان سیاستوال د ملي اجماع په رامنځته کولو سره د کورنۍ جګړې مخه نیولای شي

author avatar
4 Jul 2021 - 12:03
امریکا: افغان سیاستوال د ملي اجماع په رامنځته کولو سره د کورنۍ جګړې مخه نیولای شي
author avatar
4 Jul 2021 - 12:03

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰): په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست د افغان سیاستوالو ترمنځ پر اتحاد او ملي اجماع ټینګار کوي او وایي چې په دغه کار سره دوی په خپل هېواد کې د کورنۍ جګړې مخه نیولی شي.

د امریکا سفارت سرپرست او مرستیال ایان میک کیري دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه امریکا ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په اړه وویل چې دا یې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر بایډن سره لومړۍ لیدنه وه او د دواړو هېوادونو د اړیکو نورې پیاوړتیا لپاره دا لیدنه مهمه وه.

د نوموړي په وینا، په دغه سفر کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د شتون موخه د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي او اجماع رامنځته کول وو.

د امریکا سفارت سرپرست وایي چې افغان پلاوي په دغه سفر کې د امریکا له ګڼ شمېر مهمو ملکي او نظامي چارواکو سره ولیدل او ګټورې خبرې یې وکړې.

هغه زیاته کړه چې امریکا له افغانستان حکومت او افغانانو سره پیاوړې اړیکې غواړي، په همدې موخه خپلو سیاسي، اقتصادي او نظامي همکاریو ته ادامه ورکوي.

میک کیري د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی افغانستان یو خپلواک هېواد ګڼي، د دغه هېواد مشران باید له یوه بل سره له نږدې د ډیموکراسۍ په فضا کې کار وکړي او د خپلو خلکو له هیلو سره سم د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړې وکړي.

د هغه په وینا، همدا خبره ولسمشر بایډن له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې پر مهال وکړه چې افغانان دې د خپل راتلونکي په اړه په خپله برېکړه وکړي او همدا د امریکا تګلاره ده.

هغه زیاته کړه: “امریکا یا بل هر هېواد حق نه لري چې افغانانو ته د هغوی راتلونکی وټاکي، دا کار یواځې په خپله افغانان او مشران یې کولی شي.”

د هغه په وینا، د ولسمشر بایډن له دې څرګندونو موخه دا نه وه چې ګواکې امریکا به افغانستان یواځې پرېږدي، امریکا به له افغانستان سره خپلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکوي.

د امریکا سفارت مرستیال او سرپرست د دواړو هېوادونو د اړیکو د نوي فصل پیلېدو په اړه وویل چې تر پخوا به هیڅ هم ډېر توپیر ونه لري، یواځېنی توپیر دا دی چې له دې وروسته به په افغانستان کې امریکایي ځواکونه نه وي.

د هغه په وینا، د ځواکونو نه شتون د اړیکو څرنګوالی بدلوي، اوس د اړیکو ډېر فوکس پر اقتصادي او

سیاسي همکاریو دی، خو افغان ځواکونه د خپل هېواد او ولس امنیت ساتي.

ده زیاته کړه: “دا چې زموږ ځواکونه دلته نشته، خو لوی سفارت به لرو، همدا د اړیکو نوی فصل دی.”

میک کیري وویل چې دوی د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پراخې مرستې او پانګونې کړې دي او په راتلونکي کې به هم دا کار کوي.

هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل چې کره شمېره نه شي ښودلی، خو پلان کې لري چې د سفارت او ډيپلوماتانو د امنیت لپاره به په افغانستان کې یو شمېر سرتېري ساتي.

ده زیاته کړه چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د فعالیتونو ترسره کولو په موخه دلته د امریکا د سفارت شتون مهم دی.

د امریکا سفارت مرستیال وایي چې له خپلو ناټو متحدینو، په ځانګړې توګه له ترکیې سره د کابل هوایي ډګر د امنیت په موخه خبرې کړې دي.

میک کیري د افغان سولې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له کلونو راهیسې هڅې روانې وې چې طالبان د خبرو مېز ته راکش کړل شي چې په تېر سپټمبر میاشت کې دا کار وشو.

خو هغه زیاته کړه، له بده مرغه چې له څو میاشتو راهیسې بین الافغاني مذاکرات هم روان دي، خو د تاوتریخوالي کچه نه ده ټیټه شوې چې دغه کار نه یواځې امریکا، بلکې د افغانانو لپاره چې تل یې د اوربند غوښتنې کولې، هم ناهیلی کوونکی و.

د امریکا سفارت سرپرست وویل چې دوی بار بار له طالبانو غوښتي چې هدفي وژنې او نظامي عملیات ودروي؛ ځکه چې دغه کارونه د سولې پروسې ته زیان رسوي.

هغه زیاته کړه چې امریکا د قطر د مذاکراتو ترڅنګ په ترکیه کې هم د افغان سولې په تړاو د یوې ناستې تابیا نیولې وه، خو له بده مرغه تر اوسه ترسره نه شوه.

د هغه به وینا، له بده مرغه د امریکا او نورې نړیوالې ټولنې هغه هڅې چې د تاوتریخوالي کمولو په موخه یې کولې، تر اوسه نه دي بریالۍ شوې.

هغه زیاته کړه: “خو زموږ هڅې به د تاوتریخوالي کمولو لپاره روانې وي، موږ به د دې کار لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو په ګډون له هر چینل څخه کار اخلو.”

هغه هیله څرګنده کړه چې د سولې خبرې ژر پیل شي، طالبان د خبرو مېز ته راشي؛ ځکه چې د جګړې پای ته رسولو لپاره همدا یواځېنې لاره ده.

د امریکا سفارت مرستیال وایي: “امریکا او نوره نړیواله ټولنه په افغانستان کې د زور او نظامي لارې واک ترلاسه کول نه مني، د شخړې د حل یواځېنې لاره سیاسي مذاکرات دي.”

میک کیري د طالبانو له خوا د یو شمېر دولتي ودانیو او ټولګټو تاسیساتو ویجاړولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا ډېر ناهیلې کوونکې او ځوروونکې کړنې دي.

ده زیاته کړه: “موږ، چین، پاکستان روسیې او زموږ نړیوالو متحدینو پخوا هم ویلي او اوس هم وایو چې هیڅکله به د طالبانو د اسلامي امارات بیا راتګ ونه منو.”

هغه له طالبانو وغوښتل چې پر افغانانو او ملي تاسیساتو بریدونه ودروي.

د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان د رول په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له پاکستاني چارواکو سره په لوړه کچه په اړیکو کې دي او تل یې ترې غوښتي چې په دې پروسه کې مهم رول ولوبوي.

د هغه په وینا، پاکستان هم وایي چې دوی نه غواړي طالبان دې یو ځل بیا په افغانستان کې واکمن شي ځکه چې دا یې په ګټه نه ده، هغه هم د افغان سولې پر سیاسي هواري ټینګار کوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکایي ځواکونه په داسې حال کې له افغانستانه ولې وځي چې امنیت لا هم خراب دی؟ میک کیري وویل: “منم چې افغانستان له سختو حالاتو څخه تیرېږي، خو په تېرو شلو کلونو کې دلته ډېر پرمختګونه هم شوي دي.”

هغه زیاته کړه چې د پوهنې، روغتیا، بیارغونې، د ښځو او نجونو حقونو او نورو برخو کې پراخ پرمختګونه راغلي دي.

د امریکا سفارت مرستیال وایي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې افغان ځواکونه جوړ شول، ښه وروزل شول، تجهیز او تمویل شول.

هغه د فساد په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا د امریکا د ولسمشر او کانګرس لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه چې افغانستان ته کومې پیسې راځي هغه د امریکا د خلکو د مالیې پیسې دي او باید په شفاف ډول ولګول شي.

ده زیاته کړه چې واشنګټن ته د ولسمشر اشرف غني د وروستي سفر پر مهال هم پرې خبرې شوې دي.

د امریکا د سفارت مرستیال پر افغان ژورنالېستانو د طالبانو بریدونه وغندل او دا یې د بیان د ازادۍ پر وړاندې ننګونه یاده کړه.

هغه زیاته کړه چې دوی په تېرو شلو کلونو کې د ازادو رسنیو ملاتړ کړی او دې ته به ادامه ورکوي.

د امریکا سفارت مرستیال د افغان سیاستوالو ترمنځ پر اتحاد او ملي اجماع ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې سره په خپل هېواد کې د کورنۍ جګړې مخه نیولی شي.

د نوموړي په وینا، د ملي روغې جوړې شورا د مشرتابه کمېټې په وروستۍ ناسته کې هم ټولو سیاسیونو پر دې ټینګار کړی دی.

Visits: 186

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.