ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بېمې شرکتونه: په هېواد کې باید د بېمې صنعت ترویج شي

د بېمې شرکتونه: په هېواد کې باید د بېمې صنعت ترویج شي

author avatar
5 Jul 2021 - 17:24
د بېمې شرکتونه: په هېواد کې باید د بېمې صنعت ترویج شي
author avatar
5 Jul 2021 - 17:24

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰): په افغانستان کې د بېمې شرکتونه په داسې حال کې په هېواد کې د بېمې صنعت پر ترویج ټینګار کوي چې په هرات او کابل ولایتونو کې وروستیو اورلګېدنو د هېواد ملي سوداګرو ته سخت زیانونه اړولي دي.

د دغو شرکتونو په خپره شوې خبرپاڼه چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې افغانستان د نوي ميلادي کال له پیل راهیسې د دوو لویو اورلګېدنو شاهد و چې له امله یې ملي سوداګرو ته درانه زیانونه رسېدلې دي.

په لومړنۍ اورلګېدنه کې چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې رامنځته شوه، ۱۷ کسان ټپیان او له هغه وروسته په مې میاشت کې د کابل په ورودي دروازه کې په ورته پېښه کې ۷ کسان مړه شول.

د افغانستان حکومت د اټکل له مخې، په یادو اورلګېدنو کې پر ځاني زیان سربېره د هېواد سوداګرو ته لسګونه ميلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «په افغانستان کې د بېمې شته شرکتونه پر دې باور دي چې د یادو پېښو له امله زیان لیدونکو لورو کولای شول چې ور اوښتي زیانونه د اورلګېدنې بېمې په درلودو سره را کم کړي.»

د «اسکای نړیوالې بېمې» شرکت یوه مسوول چې خپلو پېرودونکو ته د اورلګېدنې د بېمې خدمات چمتو کوي، وویل: «زموږ پېرودونکي کولای شي د مناسب لګښت ورکولو په بدل کې د اورلګېدنې له ګواښونو ځانونه وساتي.»

د دغه شرکت د مسوولینو په وینا، د «چاودنو، الماسک، د برېښنا شارتۍ او د اورلګېدنې له امله او تر اور لګېدنې وروسته رامنځته شوي ټول زیانونه، د بایلر یا د هغه ګاز چاودنه چې هره ورځ د بېمه شوي ځای ګرمولو لپاره استفاده کېږي، د اوبو د نلونو ماتېدل، په بېمه شوې سیمه کې د الوتکې سقوط، د موټرو یا له ودانۍ سره د بهرنیو اجسامو د ټکر» موارد د اورلګېدنې په بېمه کې شامل دي.

په افغانستان کې د بېمې شرکتونه په داسې حال کې په هېواد کې د بېمې صنعت پر ترویج ټینګار کوي چې حکومت مخکې د سوداګریزو مرکزونو لپاره د اورلګېدنې بېمې درلودل جبري اعلان کړي وو؛ خو تر اوسه د بېمې صنعت د ترویج په اړه جدي پاملرنه نه ده شوې او په نتیجه کې بېمه د ډېرو لپاره نوې پدیده ده.

Visits: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.