ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز د پنځمې امنيتي حوزې آمر وژل شوی

د ګردېز د پنځمې امنيتي حوزې آمر وژل شوی

author avatar
7 Jul 2021 - 16:55
د ګردېز د پنځمې امنيتي حوزې آمر وژل شوی
author avatar
7 Jul 2021 - 16:55

ګردېز (پژواک، ۱۶ چنګاښ ‍۱۴۰۰): مسوولين وايي چې د ګردېز ښار د پنځمې امنيتي حوزې آمر لومړی څارن ولي خان همت په جګړه کې وژل شوی دی.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند حيات الله نظامي رسنيو ته وويل چې نوموړی تېر ماخوستن له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

نظامي زياته کړه: “طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی و او دوی يې حمايې ته ورغلي و، خو د جګړې پر مهال زړور او ډېر برجسته ځوان آمر صيب همت وژل شوی دی.”

ده وويل چې په همدې جګړه کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي او يو بل يې ټپي شوى دی.

د پنځمې امنيتي حوزې اړوند ادين خېلو کلي اوسېدونکی سيد جلال وايي چې تېر ماښام د يادې حوزې اړوند د پوليسو پر يوه پوسته جګړه وه او د جګړې زياتېدو وروسته ورته نور مرستندويه ځواکونه ورغلي دي.

جلال وويل: “طالبانو پر پوستې بريد کړی و، وروسته يې مات کړل او وتښتېدل. فکر کوم دوه، درې نفر يې وژل شوي هم دي. باور وکړئ خلک دومره سخت ستړي او خسته دي، چې حد نه لري.”

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 220

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.