ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر : د داعش پر وړاندې د شینوارو قوم مېړانه بېسارې وه

ولسمشر : د داعش پر وړاندې د شینوارو قوم مېړانه بېسارې وه

author avatar
8 Jul 2021 - 14:35
ولسمشر : د داعش پر وړاندې د شینوارو قوم مېړانه بېسارې وه
author avatar
8 Jul 2021 - 14:35

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰) : ولسمشر اشرف غني وايي چې شینوارو د افغانستان د نورو قومونو په څېر تل په مېړانه او ملي روحیه هېواد، نظام او د افغانستان ازادي ساتلې او د داعش پر وړاندې یې مېړانه بېسارې وه.

له ارګ څخه د چنګاښ په ‍۱۷مه پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د ننګرهار ولایت د شینوارو قوم له مشرانو او د ولایتي شورا له رییس احمد علي حضرت سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په پیل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د هېواد او نظام د دفاع او ساتنې، د انکشافي پروژو او جوماتونو جوړېدو او د ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ په اړه د شینوارو مشرانو ژمنتیاوې، غوښتنې او وړاندیزونه چې دمخه یې ورسره شریک کړي و، له ولسمشر سره مطرح کړل.

ولسمشر غني په دغې لیدنه کې وویل، شینوارو د افغانستان د نورو وروڼو قومونو په څېرتل په مېړانه او ملي روحیه هېواد، نظام او د افغانستان ازادي ساتلې. د داعش پر وړاندې یې مېړانه بېسارې وه.

محمد اشرف غني د شینوارو قوم مشرانو ته په خطاب کې وویل، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ستاسو غوښتنې او ستونزې تعقیب او حل کړي.

هغه د هېواد اوسني وضعیت ته په اشارې وویل، د هېواد د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ولسونو د ټینګ ملاتړ له برکته به له دې وضعیت څخه وځو او د ننګرهار په ګډون د ټول افغانستان خوندیتوب یې لومړیتوب دی.

ولسمشر وویل، د ولسونو او مشرانو مشورې مهمې دي او پالیسیو کې ورته پام کېږي.

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت د ولسمشر لومړي مرستیال احمد علي حضرت سره جلا لیدنه وکړه.

احمد علي وایي، چې له هغه سره یې د لوی ننګرهار د امنیتي او سیاسي موضوعاتو په هکله د نظر تبادله وکړه او د ننګرهار د ولس په استازولۍ یې ورته ډاډ ورکړ چی د ننګرهار ولس په هر حالت کی له خپل  نظام څخه دفاع  او ملاتړ کړی او هر راز سرښندو ته چمتو دی.

Visits: 108

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.