ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له ناسمو او ټکنیو خدمتونو شکایت کوي

د هلمند اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له ناسمو او ټکنیو خدمتونو شکایت کوي

author avatar
11 Jul 2021 - 17:32
د هلمند اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له ناسمو او ټکنیو خدمتونو شکایت کوي
author avatar
11 Jul 2021 - 17:32

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰): د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي چې د مخابراتي شبکو د ناسمو او ټکنیو خدمتونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغوی زیاتوي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې مخابراتي شبکې په ورځو- ورځو بندې وي، که د لنډ وخت لپاره فعاله هم وي نو کیفیت یې ډېر ټیټ وي.

په دې اړه د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو خدمتونه ټکني شوي دي.

هغه زیاتوي، ډېر مهال مخابراتي شبکې بندې وي خو که فعالې هم وي نو په ډېر کړاو له یو او بل سره اړیکې نیسي.

دی وايي: ” دغې ستونزې خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي، خلک د اړتیا پر مهال له یو او بل سره اړیکې نه شي نیولی، د جوړ او ناجوړ احوال نه شي اخیستلی، انټرنیټ خو بېخي په نشت حساب دی.”

د ده په وینا، د جګړې د ښکېلو غاړو په ګډون ټول له مخابراتي شبکو ګټه پورته کوي، هر لوری چې یې د فعالیت مخنیوی کوي، له خلکو سره ظلم کوي.

دغه راز د لښکرګاه ښار یوبل اوسېدونکی نېک محمد هم وايي چې د مخابراتي شبکو ټکنیو خدمتونو ټول خلک له ستونزو سره مخ کړي خو هغه خلک یې ډېر اغېزمن کړي چې کورونه یې بل ځای دي او کار دلته کوي.

ده پژواک ته وویل، ډېر مهال د کورنیو غړي د خپلو خپلوانو یا ناروغانو احوال نه شي اخیستلی او دا یوه جدي ستونزه ده چې مسوول چارواکي یې باید غم وخوري.

هغه زیاتوي: “خلک ناروغان لري، نورو ولایتونو ته یې د درملنې لپاره وړي، نور خپلوان یې اړیکه نه شي ورسره نیولی او یا هم دلته کاروبار کوي خو له خپلو کورنیو ناخبره وي.”

نوموړی له حکومت او طالبانو غوښتنه کوي چې د مخابراتي شبکو د فعالیت مخینوی دې نه کوي.

د هلمند د مخابراتو رییس حکمت الله نورزی د خلکو دغه ستونزې مني، خو وايي چې خصوصي مخابراتي شبکو د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله په ولسوالیو کې خپل فعالیتونه درولي دي، همدا چاره د دې لامل شوې چې په ښار کې د مخابراتي شبکو خدمتونه کمزوري شي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: “طالبانو په ولسوالیو کې خصوصي مخابراتي شبکې بندې کړي، نو په ښارونو کې د خلکو د نفوس د ډېروالي له امله د مخابراتي شبکو په خدماتو کې ستونزې موجودې وي.”

دی زیاتوي، په دې وروستیو کې سلام دولتي مخابراتي شبکې په ښار او ولسوالیو کې ۸ ستنې درولي څو خلک له یادو شوو ستونزو خلاص شي.

د ده په خبره، لا هم په دې شبکه کې ستونزې شته، غواړو د دغې شبکې خدمات ډیجیټل کړو چې کار پر روان دی، د سیسټم له جوړېدو سره به د خلکو ستونزې تر ډېره هوارې شي.

ده دغه راز یادونه وکړه چې غوښتل یې سیسټم سټلایټ ته واړوي، خو د سټلایټ له لارې لګښت لوړېږي چې یوازې یوه دقیقه اړیکه په سل افغانۍ تمامېږي او خلک نه شي کولای دومره ډېر لګښت پرې کړي.

د یادونې ده چې په هلمند کې افغان بېسیم، ایم ټي این، روشن، اتصالات او سلام مخابراتي شبکې فعالیت لري چې له دې ډلې اوسمهال یوازې افغان بېسیم شبکه فعاله ده.

خو خلک د دغې شبکې له ټکنیو خدمتونو ناخوښه دي او انټرنیټ یې هم په نشت حساب دی.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د مخابراتي شبکو د مسوولینو نظر واخلي، خو بریالی نه شو، تر دې مخکې د اترا ادارې ویلي و چې د طرز العمل له مخې دوی پر مخابراتي شرکتونو فشار نه شي راوړلی چې په نا امنو سیمو کې فعالیت وکړي.

Visits: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.