ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت مرکچي پلاوي له خلیلزاد سره د سولې خبرو د چټکوالي په موخه لیدلي

د دولت مرکچي پلاوي له خلیلزاد سره د سولې خبرو د چټکوالي په موخه لیدلي

author avatar
12 Jul 2021 - 22:36
د دولت مرکچي پلاوي له خلیلزاد سره د سولې خبرو د چټکوالي په موخه لیدلي
author avatar
12 Jul 2021 - 22:36

کابل (پژواک, ۲۱چنګاښ ۱۴۰۰) : د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي یوشمېر غړو په دوحه کې له زلمي خلیلزاد سره د سولې مذاکراتو د چټکوالي په موخه خبرې کړې دي .

دغه کتنه پرون ماښام د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وشوه.

د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي چې نه یې غوښتل په خبر کې يې نوم خپور شي د چنګاښ په ۲۱مه پژواک ته وویل چې دوی له خلیلزاد سره په لیدنه کې ټينګار وکړ چې باید د سولې خبرې چټکوالی پیدا کړي او دغې برخه کې باید درېیمګړی موجود وي, ترڅو د سولې خبرې لکه څنګه چې د ولس غوښتنه ده هغسې مخته لاړې شي.

سرچینه وایي چې دغه راز د ټيم ټولو غړو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خلیلزاد ته بشپړ معلومات ورکړل.

د مرکچي پلاوي یاد غړي وویل چې خلیلزاد دوی ته په ډاګه کړه چې دی غواړي له ټولو لوریو سره وګوري او د سیمې هېوادونو ته یې د افغان شخړې د حل په موخه سفر پیل کړی دی.

سرچینه زیاتوي, خلیلزاد وویل چې جګړه د حل لار نه ده او څوک نه شوي کولی چې د زور له لارې واک ته ورسیږي, بهترینه لار سیاسي توافق دی.

خلیلزاد زیاته کړه چې تاسو کولی شئ د سیاسي مشارکت له لارې د افغانستان ستونزه حل کړئ .

سرچینه وایي چې خلیلزاد په ډاګه کړه چې طالبان باید د افغانستان د خلکو غوښتنه چې اوربند دی ومني.
د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت، د افغانستان د سولې له پروسې څخه د خپل هېواد د تلپاتې ملاتړ ډاډ ورکړ.

دغه راز یوه بله سرچینه وایي چې زلمي خلیلزاد د طالبانو له مرکچي پلاوي سره هم کتلي او د سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې دې.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر تراوسه پورې ددغې لیدنه په اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.