ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بدخشان کې له کرونا سره د مبارزې له ځانګړې بودجې ۱۷ میلیونه افغانۍ غلا شوې دي”

“بدخشان کې له کرونا سره د مبارزې له ځانګړې بودجې ۱۷ میلیونه افغانۍ غلا شوې دي”

فيض اباد (پژواک، ٩ زمری ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښیي چې په بدخشان ولایت کې له کرونا سره د مبارزې له ځانګړې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ بودجې یوازې ۷۹ میلیونه افغانۍ چې ۱۷ میلیونه یې غلا شوې، مصرف شوې او پاتې نورې بېرته د دولت خزانې ته لېږدول شوې دي.

د لویې څارنوالۍ، د مدني ټولڼې د ګډې کمېټې او بدخشان د سیمه ییز حکومت له څېړنو د پژواک او دغه راز د ولسمشرۍ ریاست د تفتیش ادارې موندنې ښیي چې د بدخشان د کوویډ-۱۹ روغتون لپاره د تجهیزاتو په پېرنه کې پراخ فساد شوی دی.

د بدخشان د سیمه ییز حکومت کمېسیون او ولسمشرۍ ریاست د تفتیش ادارې د موندنو له مخې، د کوویډ-۱۹ روغتون لپاره د تجهیزاتو په پېرلو کې شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی دی.

ترلاسه شوي اسناد ښیي چې د کوویډ-۱۹ روغتون لپاره د تجهیراتو د پېر او بازار د نرخ ترمنځ په ډېری مواردو کې دوه برابره او څو برابره توپیر موجود دی.

پر دې سربېره، نیوکې شته چې د بدخشان سیمه ییز حکومت له کرونا سره د مبارزې لپاره له ۱۵۰ میلیونه افغانیو ځانګړې شوې بودجې یوازې ۷۹ میلیونه افغانۍ لګولې او پاتې نوره د اړوندو چارواکو د ناغېړۍ له امله بېرته د دولت بودجې ته تللې ده.

له کرونا سره د مبارزې لپاره د بودجې د لګښت څرنګوالی:

په بدخشان کې د کرونا ویروس په خپرېدو سره مرکزي حکومت له دې ناروغۍ سره د مبارزې په موخه یاد ولایت ته ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې چې د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو په وینا، له یادې ۱۵۰ میلیونه بودجې یوازې ۷۹ میلیونه افغانۍ له کوویډ-۱۹ سره پر مبارزه لګول شوې دي.

د بدخشان د مسوولینو په خبره، د دغه ولایت سیمه ییز حکومت د کرونا روغتون لپاره د لسو امبولانسونو، طبي وسایلو او تجهیزاتو او د اړتیا وړ درملو لپاره ۷۹ میلیونه افغانۍ مصرف کړې دي.

د کرونا له ناروغانو د مراقبت او له یادې ناروغۍ سره د مبارزې په موخه د تجهیزاتو او اړتیا وړ وسایلو د پېر بهیر د مدني فعالانو له توندو غبرګونونو او د فساد له تورونو سره مخ شوی دی.

د بدخشان د سیمه ییز حکومت له لوري د کوویډ-۱۹ روغتون لپاره د تجهیزاتو په پروسه کې د فساد پر شتون د نیوکو پر تعقیب، د دغو تجهیزاتو د پېر د څرنګوالي څېړلو لپاره کمېسیون وټاکل شو او د هغه پر تعقیب د کرونا د تجهیزاتو په پېرلو کې د فساد دوسیې د څېړلو لپاره د ولسمشرۍ د تفتیش ادارې او لویې څارونوالۍ پلاوو هم بدخشان ته سفر وکړ.

له دې سره چې د ولسمشرۍ ریاست د تفتیش ادارې او د کوویډ-۱۹ بودجې لګولو د څرنګوالي څېړلو کمېسیو موندنو د کرونا روغتون لپاره د تجهیزاتو د پېر په پروسه کې له فساده پرده پورته کړې؛ خو لویې څارونوالۍ په دې اداره کې د فساد د تور دوسیه پای ته رسېدلې اعلان کړې ده.

د تجهیزاتو په پېرلو کې د بازاز له نرخ سره دوه او څو برابره توپیر:

د درملو او تجهیزاتو پېرلو پروسه کې د فساد پر موجودیت د نیوکو په ډېرېدو سره د بدخشان سیمه ییز حکومت د فساد رامنځته کېدو د څرنګوالي څېړلو لپاره د حکومت او مدني بنسټونو یوه کمېټه جوړه کړه.

د یادې نظارتي کمېټې موندنې ښیي چې ډېری تجهیزات او طبي وسایل د بازار د اوسني نرخ دوه برابره په لوړه بیه اخیستل شوي او د دې کمېټې د غړو په خبره، لوی توپیر دا په ګوته کوي چې پراخ فساد شوی دی.

په بدخشان کې د کرونا تجهیزاتو د پېرنې کمېټې د اسنادو له مخې، یو چینايي چپرکټ په ۴۸زره افغانۍ، هره “ايزېټرومایسین” ګولۍ په ۲۰افغانۍ او د اکسېجن زخیره کولو یو ماشین په ۸ تر ۹زره افغانیو په ۱۳۹۹/۲/۳ نېټه په کابل کې د درملو او طبي تجهیزاتو له واردوونکي مسعود محسن سوداګریز شرکته پېرل شوي دي.

د خریدارۍ د ټولو اسنادو په پای کې د مسعود محسن شرکت او بدخشان د عامې روغتیا د رییس ډاکتر نور خاوري په مشرۍ د دغه ولایت د پېرلو ټېم لاسلیکونه او ټاپې لیدل کېږي.

د بدخشان د مدني ټولنو د نظارتي پلاوي یوه غړي اجمل دروېش وویل چې دغه چپرکټ هر یو په بازار کې په پرچون ډول په ۲۸زره افغانۍ، هره “ايزيترومایسین” ګولۍ په ۱۰ افغانۍ او د اکسېجن زخیره کوونکی هر ماشین په ۱۲۰۰افغانۍ پېرل شوي دي.

دورېش زیاته کړه: “دغه وسایل باید په عمده ډول له یاد نرخه هم په ټیټه بیه اخیستل شوي وای، نه له اصلي نرخه دوه تر څو برابره په لوړه بیه.”

د بې کیفیته تجهیزاتو او تر وخت تېرو توکو او درملو پېرل، له نورو مواردو دي چې د بدخشان د مدني بنسټونو نظارتي ټېم له کرونا سره د مبارزې ولایتي کمېسیون او د پېرودنو کمېټه په دې بخره پر بې پروایۍ او اختلاس کې پر لاس لرلو تورنوي.

په بدخشان کې د مدني ټولنې بنسټونو مرستیال ستوري یزدان وویل چې د ډاکټرانو یوه جوړه ځانګړې جامې «پي پي ای کېټ»، چې په بازار کې یې نرخ ۳۰۰ افغانۍ دی، د کرونا روغتون ته په ۸۵۰ افغانۍ له محسن مسعود شرکته اخیستل شوې دي.

د کرونا په بودجه کې د فساد او غلا د کچې معلومولو په موخه د سیمه ییز حکومت او مدني ټولنو د ګډې کمېټې د موندنو پر اساس، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د تجهیزاتو او طبي وسایلو پېر د بازار له نرخ سره ډېر توپیر لري.

په هغه جدول کې چې له پېرودنې یوه میاشت وروسته د ۱۳۹۹کال د چنګاښ په میاشت کې د ګډې کمېټې له لوري د بدخشان سیمه ییز حکومت ته وسپارل شو، له مسحن مسعود شرکته د تجهیزاتو د نرخ توپیر له څو نورو شرکتونو سره د پرتلې په ډول راغلی دی.

په دغه سند کې راغلي: “د بدخشان د پېرلو کمېټې له خوا د ۱۱ قلمه پېرل شوو توکو ټول توپیر چې له درېیو نورو شرکتونو یې هم نرخه اخیستل شوی، د قراردادي شرکت له لوري د ۷۶زره افغانیو تخفیف په پام کې نیولو سره، ۷ میلیونه ۲۸زره و ۸۹۶ افغانۍ دی.”

دغې کمېټې د هغو وسایلو او تجهیزاتو د پېر نرخ له درېیو نورو شرکتونو سره هم پرتله کړی چې د بدخشان د سیمه ییز حکومت له لوري له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره اخیستل شوی چې په پایله د کمېټې له خوا د وړاندې شوې بیې په نسبت تر ۷ میلیونو لوړ توپیر ښیي.

دغه راز د ولسمشرۍ ریاست د تفتیش ادارې هم د ولسمشرۍ د ۱۳۹۹/۴/۱۰ نېټې د ۷۶۴ ګڼې حکم له مخې چې د کرونا بودجې د مصرف د څرنګوالي په موخه بدخشان ته راغلی و، د کرونا بودجې لګولو په قضیه کې يې د فساد په تور د بدخشان د هغه مهال والي محمد ذکریا سودا او یو شمېر سیمه ییز مسوولینو قضیه د عدلي تعقیب به شرط لویې څارنوالۍ ته واستوله.

د تفتیش ادارې په خپل راپور کې د ۴۲ میليونه او ۱۸۴۰۰۰ افغانیو د نرخ له اخیستو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې تر ۲۰ میلیونه د ډېرو افغانیو تجهیزات اخیستل شوي او د ۱۷ میلیونه افغانیو برخلیک نه دی معلوم چې ښایي دغه اندازه پیسې غلا شوې دي.

د بدخشان مخکنی والي محمد ذکریا سودا وایي چې د کووید-۱۹ بودجې په لګښت کې یوه افغانۍ حیف او میل هم نه دی شوی او دی په دې اړه له هماغه وخته ځواب ویلو ته حاضر و.

د هغه په خبره، د لویې څارنوالۍ تخنیکي څېړنو ښودلې، نه یوازې دا چې د بودجې په لګښت کې اختلاس نه دی شوی، بلکې سپما هم شوې ده.

خو د لویې څارنوالۍ په هغه تدقیقې قرار کې چې د بدخشان د والي د دوسیې ساتلو په موخه یې د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په درېیمه نېټه صادر کړی، ادعا کوي چې د بدخشان ولایت د مستوفیت په اداره کې د دوی څېړنې ښیي چې د یادو پیسو تخصیص موجود دی او هيڅ ډول حیف او میل نه دی ترسره شوی.

خو لویې څارنوالۍ د نامعلومو دلایلو له امله د کرونا په بودجه کې پر غلا تورنو د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو د تعقیب بهیر درولی او د هغوی دوسیه یې ساتلې ده.

د دغه قرار له مخې، د لویې څارنوالۍ او لومړنۍ څارنوالۍ پلاوي په بدخشان کې د کرونا بودجې د مصرف څرنګوالي له څېړلو وروسته ویلي چې د افغانستان د درملو له ټولنې د اخیستل شوي نرخ پر اساس، د بدخشان د سیمه ییز حکومت د پېرنو بیې ۹۱۱۰۰ افغانۍ ټیټې وې.

د دې ادارې د څېړنو له مخې، د هغې بودجې د تخصیص پر موجودیت سربېره چې د تفتیش اداره یې د حیف او میل ادعا کوي، د یادې ادارې په څېړنو کې د «دقت نه شتون»، د کرونا د تجهیراتو په پېرلو کې د فساد په تور د دوسیې د ساتلو له اصلي مواردو ښودل شوی دی.

د یاد قرار په پای کې مؤظف څارنوال لومړني څارنوال او د درنو جرمونو پر وړاندې د اداري فساد د عدلي او قضایي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ عمومي رییس څارنمل فضل سلطان صافي لاسلیکونه کړي دي.

د بدخشان د سیمه ییزو مسوولینو غبرګون:

د بدخشان سیمه ییز مسوولین د کرونا روغتون د تجهیزاتو په پېر کې د فساد تور ردوي او وایي چې د سیمه ییز حکومت له لوري نه یوازې دا چې غلا نه ده شوې، بلکې د هغو د پېرنو بیې د نورو ولایتونو په پرتله ټیټې دي.

د بدخشان مالي او اداري رییس جمعه ګل نیازي پژواک ته وویل چې د کرونا ویروس له خپرېدو او د خلکو له اندېښنو سره سم، له یاد ویروس سره د مبارزې لپاره مرکزي حکومت بدخشان ته ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې چې ۷۹ میلیونه افغانۍ یې مصرف شوې او د پاتې پیسې د هغو د لګښت په اړه د کلکو مخالفتونو له امله بېرته مرکز ته لېږدول شوې دي.

نیازي وویل چې د یادې بوجې ۷۹ میلیونه افغانۍ یې د روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو په پېرلو، د کور د کرایې په ورکولو، له کرونا سره د مبارزې لپاره د وسایلو او اسانتیاوو په برابرلو مصرف کړې دي.

نیازي زیاته کړه چې د ګومارنو او تجهیزاتو پېرلو په بهیر کې د فساد موجودیت په اړه د مدني ټولنو او خلکو نیوکې د دې لامل شوې چې د بدخشان سیمه ییز حکومت ونه شي کولای چې له کرونا سره د مبارزې لپاره نیمه بودجه هم ولګوي چې بالاخره دغه بودجه بېرته د دولت خزانې ته واستول شوه.

بلخوا د بدخشان د عامې روغتیا رییس ډاکتر نور خاوري په دې برخه کې د فساد په ردولو سره وویل چې د کرونا ناروغانو درملنې لپاره د ۲۰ بستریز روغتون جوړول، د روغتیایي او عاملو ټېمونو ګومارل، له کرونا سره د مبارزې په موخه د همغږۍ ډلو جوړول، د مصرفي موادو او وسایلو لکه ميکروب ضد موادو چمتو کول، ماسکونه او دستکش اخیستل، د یوه تشخصیه مرکز رامنځته کول او د کرونا ناروغانو ساتلو لپاره د قرنطین ځای برابرول له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د بدخشان د عامې روغتیار ریاست له اصلي لاسته راوړنو دي.

خو د مدنې ټولنې منشي کیکاوش تکساوي وویل چې د بدخشان د حکومتي مسوولینو ناتواني د دې لامل شوه چې د کوویډ-۱۹ لپاره ورکړل شوې بودجه ټوله مصرف نه کړي او بېرته د دولت حساب ته ولېږدول شي.

د هغه په وینا، د مسوولینو بې پروايي او تدارکاتي بهیر کې ځنډ د دې لامل شول چې د کرونا د مبارزې ډېره بودجه بېرته دولت ته ورکړل شي او د کرونا د خپرېدو له امله د خلکو پر ډېرو ستونزو سربېره اغېز لرونکې برنامه د سیمه یيز حکومت له لوري عملي نه شي.

خو د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې دوی د کوویډ-۱۹ بودجې په لګښت کې شفاف عمل کړی او د مرکز او بدخشان د مسوولو بنسټونو څېړنو وښوده چې په دې برخه کې یې کوچنی فساد هم نه دی کړی.

د بدخشان مدني فعالان وایي چې د بدخشان د سیمه ییز حکومت کمېټې او د ولسمشرۍ ریاست د تفتیش ادارې موندنو وښوده چې د کوویډ-۱۹ د تجهیزاتو او وسایلو په پېرلو کې حیف او میل نه دی شوی.

د بدخشان د مدني فعالانو او ولایتي شورا غړو په وینا، د څارنوالۍ له خوا د بدخشان د سیمه ییز حکومت د فساد د دوسیې ساتل د هغوی لپاره پوښتنې راپورته کړې او له مرکزي حکومته غواړي چې د کرونا د تجهیزاتو په پېر کې بدخشان د سیمه ییز حکومت د فساد له دوسیې تېر شي.

Visits: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.