ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاروالي د يو شمېر قرارداديانو پیسې ځنډولې دي

کابل ښاروالي د يو شمېر قرارداديانو پیسې ځنډولې دي

author avatar
1 Aug 2021 - 17:16
کابل ښاروالي د يو شمېر قرارداديانو پیسې ځنډولې دي
author avatar
1 Aug 2021 - 17:16

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰ ): د پاچا او شينې پلونو د جوړونکي شرکت مسوولين او قرارداديان وايي چې له تېر یوه کال راهيسې يې پر کابل ښاروالي ١٩٥ميليونه افغانۍ پاتې دي او نه يې ورکوي،خو بل لورته ښاروالي بيا هرڅه ژر د دغې ستونزې د حل ډاډ ورکوي.

د یادې موضوع په اړه د زمري په ۱۰ مه د ټيکنیکل بلدرز شرکت مسوولينو او قرارداديانو په کابل کې اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د ټيکنیکل بلدرز شرکت رییس فضل فکري وویل چې د پاچا او د شینې د پلونو پروژې ټولې پيسې ۴۲۲ میلیونه افغانۍ وې چې ١٩٥ ميليونه يې تر اوسه پاتې دي.

نوموړي وویل چې په یادو پروژو کې سلګونو کسانو کار کړی، خو حقوق یې لا تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

هغه وایي، دا یې قانوني حق دی چې د پروژې په بشپړېدو سره باید د دوی پیسې ورکړل شوې واى، خو ښاروالي پرته له کوم دلیل څخه د دوی پیسې نه ورکوي.

د پاچا او شینې پلونو د پروژې مسوول کامران پژواک ته وویل، دوى څو ځلې هڅه کړې چې په دې اړه له ښاروالۍ سره وګوري خو مسوولين يې له دوى سره نه ګوري.

نوموړي وویل چې ښاروالي يواځې له داخلي عوایدو څخه د کال ۸۰۰ میلیونه افغانۍ ترلاسه کوي خو بيا هم د دوی پیسې نه ورکوي.

ظاهر خان چې له یاد شرکت سره يې په قراردادي توګه کار کړى دى پژواک ته وویل، څه باندې یو کال کیږي چې په شرکت یې د شګې او سمنټو پیسې پاتې دي.

هغه وویل: “ښاروالي شرکت ته پیسې نه ورکوي او شرکت دومره پیسې او بوديجه نه لري چې له خپل جيب څخه زموږ پیسې راکړي.”

دی وایي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي د کاریګرو او موټرچلوونکو پيسې پرې پاتې دي او نه یې شي ورکولای.

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او هرڅه ژر يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

دوى ګواښ وکړ چې که ياده ستونزه هواره نه شي د پاچا او شينې سيمې پلونه به د ترافيکو پرمخ وتړي.

همدارنګه دوى وويل، که کابل ښاروالي د دوی ستونزه حل نه کړي ولسمشرۍ ماڼۍ، لویې څارنوالۍ، جرایم سنګین، مشرانو او ولسي جرګو ته به عريضه وکړي.

بل لورته د يادو څرګندونو په اړه د کابل ښاروالۍ ویاندې سمیرا رسا پژواک ته وویل،  ښاروالۍ کوښښ کوي چې هرڅه ژر د ياد شرکت ستونزه هواره کړي.

Visits: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.