ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا او بریتانیا : سپین بولدک کې د طالبانو ډله ییزې وژنې جنګي جرایم ګڼل کیدای شي

امریکا او بریتانیا : سپین بولدک کې د طالبانو ډله ییزې وژنې جنګي جرایم ګڼل کیدای شي

author avatar
2 Aug 2021 - 22:43
امریکا او بریتانیا : سپین بولدک کې د طالبانو ډله ییزې وژنې جنګي جرایم ګڼل کیدای شي
author avatar
2 Aug 2021 - 22:43

 

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۰) :په افغانستان کې د امريکا او بریتانیا سفارتونو ویلي چې وسله والو طالبانو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په ډله ییز توګه ملکیان وژلي دي.

دوی د زمري په ۱۱نه، پر خپله ټوېټر پاڼو کې ليکلي چې د کندهار په سپين بولدک کې طالبانو د “غچ اخيستلو په موخه يو شمېر ملکيان وژلي” چې ددوی په وينا دغه وژنې کېدی شي جنګي جرمونه وګڼل شي.

د امريکا او بریتانیا سفارتونو ویلي ، دغه پېښې بايد وڅېړل شي او هغه طالب وسله وال او قومندانان چې په کې لاس لري، مسول وبللی شي.

د بریتانیا سفارت دغه راز لیکلي چې که د طالبانو مشرتابه اوس نشي کولای خپل جنګیالي اداره کړي په راتلونکې کې باید د حکومتدارۍ سره سر وکار ونلري.

دا پداسې جال کې دي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د سپین بولدک د ولسوالۍ له نیولو وروسته ملکي وګړي وژلي او د خلکو مالونه یې لوټ کړي دي.

په دې راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷) خپور شوی راغلي دي چې: طالبانو “د بشر دوستۍ بین المللي حقوقو ته په نه پاملرنې او نه اعتنا کولو” د وژنو او لوټ کولو اقدام کړی دی؛ هغه اقدام چې ددې کمیسیون په باور “کیدای شي جنګي جنایت” وي.

طالبانو د چنګاښ په ۲۳ د سپین بولدک ولسوالۍ ونیوله او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د موندنو په اساس دغې ډلې د پخوانیو او برحاله کارکوونکو او د حکومت د پلویانو د تعقیب او پیژندنې وروسته “یاد کسان د کورونو نه ایستلي او وژلي دي”.

د طالبانو ډلې دغه راپورونه رد کړي او هغه یې “آوازې” ګڼلي دي. خو د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي چې تر اوسه یې د ۴۰ تنو هویتونه په نښه کړي چې طالبانو په سپین بولدک کې وژلي دي.

له دې دمخه د افغانستان حکومت هم په سپین بولدک کې د طالبانو په واسطه د هدفي وژنو خبر ورکړی و.

 

Visits: 1697

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.