ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې تر اوسه څه باندې سل زره کسان له کرونا بېرته روغ شوي

افغانستان کې تر اوسه څه باندې سل زره کسان له کرونا بېرته روغ شوي

author avatar
2 Aug 2021 - 14:53
افغانستان کې تر اوسه څه باندې سل زره کسان له کرونا بېرته روغ شوي
author avatar
2 Aug 2021 - 14:53

کابل (پژواک، ١١ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٥٨٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٣٠ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٦٤٢ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٥٨٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٤٨٥٧٢ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه پېښو کې ١٥٦ په هرات، ٦٧ په ننګرهار، ٥٤ په لغمان، ٤٣ په کابل، ٣٥ په بلخ، ٢٦ په بدخشان، ٢٣ په تخار، ٢٢ په پکتيکا، ١٨ په بادغيس، ١٥ په اروزګان، ١٤ په خوست، ١٣-١٣ په کندوز، سرپل او پکتيا، ١١ په نيمروز، ٩-٩ په دايکندي او کونړ، ٨-٨ په باميان او جوزجان، ٧-٧ په غور او کندهار، ٦ په وردګ، ٤ په فراه او ٣-٣ په پروان او کاپيسا ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩٤٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٠٠٣٦ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٣٠ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۶٨٠٤ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٩٨ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٨٠ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٢ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.