کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۰): سرچینې وايي چې طالبان د فراه ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ ته رسېدلي او دولتي چارواکي د ملي اردو دویمې لوا ته تللي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد هم په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د فراه ولایت مقام یې نیولی دی.
ده ویلي، د ښار په پاتې برخو کې هم تعقیبي عمليات روان دي چې هغه به هم ډېر ژر ونیسي.