ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د جګړې د قربانیانو غږ” په نوم کتاب چاپ شو

“د جګړې د قربانیانو غږ” په نوم کتاب چاپ شو

author avatar
11 Aug 2021 - 19:26
“د جګړې د قربانیانو غږ” په نوم کتاب چاپ شو
author avatar
11 Aug 2021 - 19:26

کابل (پژواک ۲۰ زمری ۱۴۰۰): “د جګړې د قربانیانو غږ” په نوم کتاب د دانش کړوخېل پنځم اثر دی چې په درې ژبو (پښتو، دري او انګلیسي) چاپ شو او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د وېش لړۍ پیل شوې ده.

په دغه کتاب کې د سـولـې پـه اړه د پـژواک د ۱۲۰ راپـورونـو راټولونه، تـدوین او ارزونه د پژواک خبري اژانس د رییس دانش کړوخېل له خوا شوې او د یادې ادارې له لوري په هره ژبه (پښتو، دري او انګلیسي) په جلا توګه د دوه زره ټوکو په شمېر چاپ شوی دی. دغه کتاب د جګړې هغو قربانیانو ته ډالۍ شوی چې د سولې او عدالت په تمه دي.

د کتاب لیکوال دانش کړوخېل وایي: ((د پژواک یو شمېر راپورونه د جګړې د قربانیانو داسې زړه بوږنوونکې کیسې لري چې زه یې څو ځلې د راپورونو د ايډېټ او ارزونې پر مهال داسې ژړولی او ځورولی یم، لکه څرنګه چې مې خدای مه کړه د خپلې کورنۍ د غړو سختي او درد ځورولی او ژړولی شي. کېدای شي د ویرجنو کیسو په اورېدو مې له سترګو د ژر اوښکو بهېدو یو لامل دا وي چې ما هم په ۱۳۶۳ کال کې- هغه مهال چې اته کلن وم- خپل پلار او شپږ نور خپلوان له لاسه ورکړي، په خپل تېر ۴۵ کلن عمر کې د ژوند له ډېرو سختیو سره مخ شوی یم او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې پر خپل هېواد د تپل شوې جګړې او جګړو ځپلو هېوادوالو له دردونو او ناخوالو راپورونه جوړوم او دغه د ویر کیسې تر نورو رسوم.))

هغه زیاتوي: ((ما د دغه کتاب لپاره د پژواک د سولې په اړه د راپورونو راټولونه، تدوین او ارزونه د دې لپاره وکړه چې له یوې خوا د سولې په پروسه کې د پژواک خبري ټيم د کړنو ارزونه وکړم او نیمګړتیاوو ته یې پام ور واړوم او له بلې خوا جګړه غوښتونکي د خلکو له دردونو خبر کړم، څو د جګړې پر ځای د سولې لار- چې د خیر لاره ده- خپله کړي.))

د نوموړي په خبره، دغه کتاب د جنګ ځپلو انسانانو له ستونزو او کړاوونو د ټولو هغو ښکېلو اړخونو د پوهاوي کچې لوړولو په موخه چمتو شوى چې په افغانستان کې د جګړې او سولې برخلیک یې په لاس کې دی. تمه ده چې دغه کتاب د يوې اغېزناکې وسيلې په توګه د جګړې د قربانیانو، زيانمن شوو ماشومانو او د ښځو د دردونو په اړه د جنګي ډلو د پوهې او درک کچه لوړه کړي او له جګړې د زيانمنو شوو د خونديتوب اوسنيو ميکانيزمونو په پياوړتيا کې هم ګټور ثابت شي.

د ده په وینا، د دغه کتاب اصلي منځپانګه په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو په اړه د پژواک خبري اژانس ۱۲۰ راپورونه جوړوي او مطالعه یې لوستونکي ته د جګړې د ناخوالو په اړه بشپړ وضاحت ورکوي. دغه راز په یادو راپورونو کې د زیانمنو مرکه کېدونکو عمرونه، وختونه او نېټې د هر راپور د خپرېدو د نېټې مطابق راغلي دي، ښايي ځیني لوستونکي یې د لوستو پر مهال په مغالطه کې واقع شي، خو د هغو تغییرول د ژورنالېزم د اصولو خلاف کار دی او د راپور صحت ته زیان پېښوي.

کړوخېل وایي: ((زه دولتي چارواکو، ګوندونو او هغو بنسټونو او ډلو ته چې د افغانستان په قضیه کې دخيل دي، وړاندیز کوم چې د پژواک دغه راپورونه ولولي، د خپلو خلکو له ستونزو خبر شي، د هغوی له ځوروونکي حالت څخه د را ايستلو لپاره موثر پروګرام جوړ کړي او لاسنیوی یې وکړي. له درنو لوستونکو هيله من یم چې د دغه کتاب د لا بډاينې لپاره رغنده مشورې راکړي، څو په بيا ځلي چاپ کې يې اړين بدلونونه راوستل شي.))

د دغه کتاب په یادښت کې راغلي چې په افغانستان کې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې جګړه روانه ده؛ دې بدمرغې جګړې په یو ډول نه یو ډول ټول افغانان ځپلي دي؛ ‌ډېر یې یتیمان کړل، ډېرو په کې خپل اولادونه له لاسه ورکړل، ډېرې ښځې یې کونډې کړې او ډېرو سړو بیا خپلې ښځې له لاسه ورکړې، کورونه یې ویجاړ او زیانمن شول، ډېر یې معلول کړل، له خپلو مېنو او سیمو یې بېځایه او کډوال کړل، زنداني شول، رواني ناروغۍ یې ورته پیدا کړې او په لکونو نور افغانان یې له امله پر نشو روږدي شول او د تدریجي مرګ کومې ته ولوېدل.

په یادښت کې زیاته شوې چې یاد میلیونونه جنګ ځپلي افغانان هر یو د ناخوالو زړه بوږنوونکې کیسې لري؛ داسې کیسې چې په اورېدو سره یې اوښکې له سترګو جاري کېږي. د دغو کیسو هره یوه یې په لیکلو ارزي؛ ځکه دا د افغانستان د اوږدې خونړۍ جګړې رښتینې او مستندې بېلګې دي چې باید ثبت شي.

د یادښت د معلوماتو په اساس، پژواک خبري اژانس په وروستیو څو کلونو کې پر دې توانېدلی چې د جګړې د قربانیانو غږ اوچت کړي او هغوی ته له جګړې د ور پېښو زیانونو په اړه راپورونه ترتیب او جوړ کړي او خلکو ته یې ورسوي. تاسو په دغو راپورونو کې د جګړې رښتینی انځور، د خلکو غوښتنې او د هغوی دردونه موندلی شئ. یاد راپورونه له خلکو سره مرسته کوي چې د هېواد په هره سیمه او هر قوم کې د زیانمنو درد حس کړي.

د پژواک راپورونه په یوه ټولګه کې راټولول دوه موخې لري:

لومړى: د هغو کورنيو، وګړو او زيانمنو شوو ټولنو ملاتړ او د غږ او ليدلوري پياوړي کول چې د بېلابېلو لوریو په جګړو او بریدونو کې زیانمن شوي دي.

دویم: د افغانستان دولت، د دولت وسله والو مخالفینو، مدني ټولنو او نړیوالو ته له جګړو د زیانمنو شویو د غږ رسول، هغوی ته د عدالت غوښتنه او مرستو راجذبول او په اوږدمهال کې له جګړه ییزو ناخوالو مخنیوی.

په دغې ټولګه کې ځای کړل شوي راپورونه د پژواک خبري اژانس په عمومي وېبپاڼه، د سولې په ځانګړې ويبپاڼه او د پژواک ټولنيزو پاڼو کې خپاره شوي دي.

پژواک خبري اژانس له ۱۳۹۴ لمریز کال راهيسې د سولې بهير په اړه د معلوماتو راټولونه او څېړنه پيل کړې، څو خلک د دغه ملي او ارزښت لرونکي بهير له لارې د سولې او ثبات لپاره يو بل ته لاسونه سره ورکړي او نور د وينې تويېدو مخه ونيول شي. دغه اژانس په وروستیو څو کلونو کې پر دې توانېدلی چې د جګړې د قربانیانو غږ، هغوی ته له جګړې د ور پېښو زیانونو په اړه راپورونه جوړ کړي او خلکو ته يې ورسوي. په دغو راپورونو کې د جګړې حقیقي انځور، د خلکو غوښتنې او د هغوی دردونه منعکس شوي دي. دغه راپورونه د دې لامل ګرځي، څو خلک د هېواد د هرې برخې او هر قوم د وګړو له درده خبر شي.

د سولې په پروسه کې د جګړې د قربانیانو غږ نه اورېدل کېده او د جګړو طرفونو له پامه غورځولي وو؛ یاد راپورونه هم په دې موخه جوړ شوي چې د سولې بین الافغاني لوري لږ تر لږه د جګړو ځپلو له ستونزو خبر شي او غږ يې واوري.

پژواک د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په وروستیو پنځو کلونو کې په درېیو ژبو ۱۲۰ راپورونه د سوله ییز ژورنالېزم د معیارونو په پام کې نيولو سره خپاره کړي؛ په دغو راپورونو کې کولای شئ د ۴۳ کلنې جګړې د قربانیانو غږ ومومئ او غوښتنې او دردونه یې حس کړئ؛ که چېرې د هغوی غږ واورېدل شي او غوښتنې يې ومنل شي، کېدای شي هېواد له اوسني کړکېچ څخه وژغورل شي او خلک د سولې او ارامۍ په فضا کې ژوند وکړي.

دغه څېړنه د ۱۲۰ هغو راپورونو په اړه ده چې د ۱۳۹۴ لمریز کال د سلواغې له لومړۍ نېټې د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ تر ۱۵مې خپاره شوي او د جنګ ځپلو افغانانو دردونه، ستونزې او تجربې په خپله منځپانګه کې رانغاړي. د دې څېړنې- چې په افغانستان کې د هر اړخيزې سولې رامنځته کولو لپاره د جګړې د قربانیانو د غږ انعکاس لپاره شوې- موخه دا هم ده، څو پوه شو چې په دغو راپورونو کې په مسلکي توګه د ژورنالېزم معیارونه په پام کې نیول شوي او که نه؟

د یادونې ده  چې دا د کړوخېل پنځم اثر  دی چې چاپیږي او له دې څخه یې مخکې څلور نور کتابونه ((مسلکي خبریالي، اطلاعاتو ته د لاسرسي لارې چارې، رهنمای ژورنالیستان او انساني قاچاق)) چاپ شوي دي

Visits: 204

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.