ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اردوغان: د افغانستان سولې لپاره ښایي د طالبانو له مشر سره وګورم

اردوغان: د افغانستان سولې لپاره ښایي د طالبانو له مشر سره وګورم

author avatar
12 Aug 2021 - 14:39
اردوغان: د افغانستان سولې لپاره ښایي د طالبانو له مشر سره وګورم
author avatar
12 Aug 2021 - 14:39

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۰) : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره به د طالبانو له مشرانو سره وګوري.

ترکي رسنیو خبر ورکړی چې اردوغان دغه څرګندونې پرون د امریکا سی ان ان تلوېزیون سره په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان حالات په تیزۍ سره د بدلېدو په حال کې دي او له تېرې یوې اوونۍ راهیسې طالبانو لس ولایتونه نیولي دي.

د ترکیې ولسمشر اردوغان ویلي، د افغانستان وروستي حالات ډېر اندېښمنوونکي دي .

هغه زیاته کړې :” د دې هم امکان شته چې که د طالبانو مشر وغواړي په ترکیه کې ورسره وګورم. ”

دا په داسې حال کې ده چې اردوغان تېره میاشت ویلي و چې د افغان سولې د هلو ځلو په تړاو به له طالب استازو سره وګوري.

د اردوغان په وینا، که چېرې په لوړه کچه لیدنې کتنې او د سولې هڅې ونه شي، نو په افغانستان کې سوله راوستل نا شوني ښکاري.

د ترکیې ولسمشر اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د حالاتو له خرابېدو سره به د کډوالو یوه لویه څپه دغه هېواد ته ورسیږي.

د یادونې ده چې په ترکیه کې اوسمهال د سوریې درې نیم میلیونه کډوال مېشت دي او د ترکیې ولسمشر وایي چې د دوی اقتصاد ته یې ضربه رسولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې او طالبانو اړیکې په دې وروستیو کې ځکه خرابې شوې چې ترکیې د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت چارو سمبالولو لپاره سینه وډبوله.

بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله قطر ته د سفر پر مهال په دوحه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا، ایران، عراق او افغانستان د برخې له مسوول حکان تېکین سره لیدلي دي.

ددغې شورا ویاند فریدون خوځون وایي، په دغې ناسته کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دغه مسوول په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده او ټينګار یې وکړ چې دوی د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي. هغه وویل چې دوی په افغانستان کې د یو سیاسي جوړ جاړي د رامنځته کېدو ملاتړي دي او جګړه د حل لاره نه بولي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وویل، په افغانستان کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی چې ملکي خلک یې هدف ګرځېدلي، د ګڼو تلفاتو ترڅنګ زرګونه کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

دواړو لوریو په دې ناسته کې د جګړې د فوري بندېدو، د مذاکراتو په سرعت او د خبرو اترو له لارې د مشکلاتو پر حل او خبرو ټينګار وکړ.

Views: 665

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.