کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۰) : د ملګرو ملتونو سرمشني انټوني ګوټریزپر وسله والو طالبانو غږ کړی چې پر ښارونو بریدونه ژر تر ژره ودروی او د زور له لارې د واک ترلاسه کولو هڅې دې نه کوي.
هغه چې تېره شپه په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله، د افغان لوري له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د ملکي خلکو ژوند خوندي کولو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي .
د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژر بریدونه ودروي او د سولې او مذاکراتو میز ته وګرځي.
نوموړي ګواښ وکړچې د افغانستان حالات له کنټرول څخه د وتلو په حال کې دی. هره ورځ د ملکي تلفاتو شمېره لوړیږي او د جګړې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
انټونی ګوټیرز وویل چې یواځې په جولای میاشت کې تر زرو ډېر ملکي کسان په افغان جګړو کې وژل شوي او ټپیان دي.
ده زیاته کړه، په هرات، کندهار او هلمند ولایتونو کې د ملکي وګړو پر وړاندې له تبعیض پرته بریدونه شوي دي.
هغه وایي : " په لرو ښاري سیمو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ جګړې ملکي وګړو ته ډېر زیات تلفات او زیانونه اړولی دي. "
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې په نیول شوو سیمو کې د طالبانو له خوا د بشري حقوقو څخه د سرغړونې له پېښو زیات اندېښمن شوی دی.
ده ویلي ، د نړیوالې ټولنې له خوا څرګنده پیغام دادی چې د زور له لارې واک ترلاسه کول، له لاسه وتلی وړاندیز دی چې کورنۍ جګړې ته لاره هواروي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن