ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان : کابل ښار ته د جګړې له لارې نه ننوځو د خوندي انتقال لپاره خبرې روانې دي

طالبان : کابل ښار ته د جګړې له لارې نه ننوځو د خوندي انتقال لپاره خبرې روانې دي

author avatar
15 Aug 2021 - 13:46
طالبان : کابل ښار ته د جګړې له لارې نه ننوځو د خوندي انتقال لپاره خبرې روانې دي
author avatar
15 Aug 2021 - 13:46

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰) : طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کابل ښار ته په زور نه ننوځي او له حکومت سره یې خبرې روانې دي څو په سوله ییزه توګه واک ولېږدول شي.

د طالبانو له خوا د زمري په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد پلازمېنه کابل چون خورا ستر او ګڼ مېشتی ښار دی، طالبان اراده نه لري چې دغه ښار ته په زور او جګړې سره داخل شي، بلکې کابل ښار ته په سوله ییزه توګه د داخلېدو په سر له مقابل جهت سره خبرې اترې روانې دي، ترڅو د انتقال پروسه په باامنه او اطمیناني توګه بشپړه شي.

سرچینې زیاته کړې، چې د هيچا سر، مال او عزت ته به زیان ونه رسیږي او د کابل ښاریانو ژوند به هم له کومې ستونزې او خطر سره مخ نه شي.

طالبان خپلو ټولو وسله والو ته لارښوونه کړې چې د کابل په دروازو کې ودریږي، ښارته د ننوتو هڅه ونه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، همدا ډول د انتقال د پروسې تر بشپړیدو پورې د کابل ښار امنیت مقابل لوري ته راجع دی چې باید ويې ساتي.

بلخوا له ارګ څخه په یوه خپره شوې لنډه خبرباڼه کې راغلي چې په کابل ښار کې پراګنده ډزې شوې دي، پر کابل ښار برید نه دی شوی، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له نړیوالو همکارانو سره په ګډه د ښار امنیت تأمینوي، وضعیت په کنترول کې دی.

Visits: 767

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.