ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: داساسي قانون له مخې د افغانستان سرپرست ولسمشر یم

صالح: داساسي قانون له مخې د افغانستان سرپرست ولسمشر یم

author avatar
17 Aug 2021 - 21:25
صالح: داساسي قانون له مخې د افغانستان سرپرست ولسمشر یم
author avatar
17 Aug 2021 - 21:25

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰) : د افغانستان د  پخواني حکومت د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال  امرالله صالح وايي چې د قانون د ولسمشر په غیابت کې هغه  د افغانستان سرپرست ولسمشر دی.

صالح د زمري په ۲۶مه، پخپل ټویټر کې لیکلي : «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د صریح حکم په اساس، د ولسمشر د فرار، غیابت او مرګ په صوت کې لومړی مرستیال سرپرست ټاکل کیږي. زه په هېواد کې دننه یم او په قانوني او مشروع ډول د دغه مقام/څوکۍ سرپرست یم. د دغه مقام د تحکیم لپاره د هېواد د ټولو رهبرانو سره په مشورې بوخت یم.»

د افغانستان د اساسي قانون په شپیېتمه ماده کې وايي: «د جمهور رئيس لومړى مرستيال د جمهور رئيس د غياب، استعفاء او يا مړينې په حالاتوكې ددې اساسي قانون له مندرجو حكمونو سره سم، كار كوي. د جمهور رئيس د لومړي مرستيال په غياب كې، دويم مرستيال د اساسي قانون له مندرجو احكامو سره سم، عمل كوي.»

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه ووت.  غني په هماغه ورځ په خپل رسمي فیسبوک کې ولیکل: «نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم…..»

کله چې په ۱۹۹۶ کې وسله والو طالبانو کابل ونیوه او «اسلامي امارت» یې اعلان کړ،‌ د هغه وخت ولسمشر برهان الدین رباني له کابل څخه ووت او په ۲۰۰۲ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر راتګ او هغه ته د واک تر انتقال پورې، د افغانستان ولسمشر بلل کېده او نړیوالو په رسمیت پېژنده

Visits: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.