ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني له خپلې کورنۍ سره اماراتو کې دی

ولسمشر غني له خپلې کورنۍ سره اماراتو کې دی

author avatar
18 Aug 2021 - 20:22
ولسمشر غني له خپلې کورنۍ سره اماراتو کې دی
author avatar
18 Aug 2021 - 20:22

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۰) : د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ولسمشر محمد اشرف غني له خپلې کورنۍ سره په دې هېواد کې مېشت شوی دی.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر غني او د هغه کورنۍ ته یې د بشردوستۍ له مخې هرکلی ویلی دی.

ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر ماښام پر کابل د طالبانو تر ولکې څو ساعته وړاندې له پلازمېنې وتلی و او تر دې دمه یې ځای ځایګی نه و څرګند.

تر دې مخکې ویل شوي وو، چې هغه له خپلو نږدې سلاکارانو سره ښایي تاجکستان یا ازبکستان ته تللی وي. داسې هم ویل کیدل چې ولسمشر غني په عمان کې دی.

خو اوس متحده عربي اماراتو رسماً منلې ده چې ولسمشرغني له خپلې کورنۍ سره په دې هېواد کې دی.

له هېواده تر وتلو څو ساعته وروسته محمد اشرف غني پر خپله شخصي فېسبوک پاڼه لیکلي، په کابل ښار کې د وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره یې پرېکړه وکړه چې ارګ پرېږدي او له هېواده ووځي.

بلخوا د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امر الله صالح پرون ادعا کړې وه، چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې دی د افغانستان سرپرست ولسمشر دی.

Visits: 103

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.