ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي: نوی ټولګډونه حکومت دې ژر جوړ شي

د بلخ اوسېدونکي: نوی ټولګډونه حکومت دې ژر جوړ شي

author avatar
22 Aug 2021 - 17:58
د بلخ اوسېدونکي: نوی ټولګډونه حکومت دې ژر جوړ شي
author avatar
22 Aug 2021 - 17:58

مزارشريف ( پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۰) : د بلخ ولايت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په هېواد کې د ټولنيز او اقتصادي وضعيت ښه کېدو په موخه دې نوی ټولګډونه حکومت ژر جوړ شي.

مزارشريف ښار له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د طالبانو تر حاکميت لاندې دی. په دغه ښار کې یو شمېر خدماتي ادارې فعاله شوي او پاتې نورې يې د فعالېدو په حال کې دي.

د بلخ اوسېدونکي په مزارښار او ولسواليو کې له شته امنيت څخه خوشحاله دي، خو د دې تر څنګ  د نوي حکومت د جوړېدو غوښتنه هم کوي.

د مزارشريف اوسېدونکي حاجي شاه محمد پژواک ته وويل چې له يوې اوونۍ راهیسې د ښار امنيت په بشپړ ډول د ډاډ وړ دی.

هغه چې د يوه درملتون مالک دی وایی، پخوا به يې د غلو له وېرې ماښام وختي خپل درملتون بنداوه؛ خو په خبره یې چې اوس یې د شپې تر ناوخته دواخانه د مشتريانو پر مخ پرانيستې وي.

د دده په خبره، خلک له امنيتي اړخه بشپړ ډاډمن دي خو زياتوي چې اقتصادي ستونزې لا هم پر خپل ځای دي.

حاجی شاه محمد وایي: (( د امنيت برخه کې هیڅ ډول ستونزه نشته؛ خو د اقتصاد برخه کې مشکلات شته. بازارونو کې خوراکي او نور اړين توکي قیمته شوي او په مقابل کې يې ډېر خلک بې دندو شوي دي)).

د هغه په وينا، خلک تمه لري چې نوی حکومت ژر تر ژره په رسمي ډول خپلې چارې پیل کړي څو خلک بېرته خپلو دندو ته ور وګرځي.

مزارشريف کې د ښار په کچه عادي کاروباريان هم شکايت کوي چې ګټه يې د پخوا په پرتله کمه شوې؛ خو شته امنيت ته په کتو هيله لري چې بېرته به حالت سم شي.

نوروز د مزارښار په زړه کې حضرت علي روضې ته په خوا کې د سړک پر غاړه د لارويانو بوټونه او څپلۍ رنګوي.

هغه وايي چې عايد يې د تېر په پرتله نيم په نيمه راکم شوی؛ خو هيله يې څرګنده کړه چې مسوولين به روان اقتصادي ناورين کنټرول کړي.

نوروز وايي: (( کور کې لس تنه ډوډۍ خواره لرم او ګټونکی يواځې زه يم. دغلته هره ورځ کېنم او تر ماښامه چې ډېر شي يو سلګون يا کم او زيات کار کوم)).

خو هغه وايي چې افغانان دې له تېرو ترخو تجربو عبرت واخلي او نور دې پر جګړې تاکيد نه کوي.

د مزارشريف دغه اوسېدونکی زياتوي چې څه باندې څلور لسيزو جګړو له افغانانو هر څه اخيستي او اوس پکار ده چې ټول يو بل ته لاسونه سره ورکړو او هېواد سولې او ثبات ته ورسوو.

امېد د مزارشریف بل اوسېدونکی دی، چې ښار کې ټکسي چلوي.

هغه پژواک ته وويل چې د تېلو او اوبلن ګاز قيمتونه د پخوا په پرتله زيات لوړ شوي او له همدې امله د ده په کاروبار کې هم ګټه نه ده پاتې.

د اميد په خبره، په بازار کې خوراکي توکي لکه اوړه، وريجې او داسې نور توکي په بیساري ډول قيمته شوي چې هر څوک يې د اخيستلو توان نه لري.

د هغه په وينا، د طالبانو مسوولين بايد هڅه وکړي چې له ګاونډيو هېوادونو سره توافق ته ورسېږي او بندرونه د راکړې ورکړې پر مخ بيا پرانيزي.

په ورته مهال بلخ کې يو شمېر مدني فعالان هم په تمه دي چې طالبان او نور سياسيون به يو ټولشموله او ولس ته ځواب ويونکی حکومت رامنځته کړي.

مدني فعال عزت الله اسحاقزي پژواک ته وويل چې افغانستان کې د شته امنيت د ټينګښت لپاره اړتيا ده چې ټول ګډونه حکومت ژر تر ژره جوړ شي.

هغه وايي چې له طالبانو د خلکو تمه داده څو داسې يو حکومت رامنځته کړي چې د افغانستان هر وګړی په کې خپل ځان وويني.

د هغه په وينا، د پخواني حکومت لوی مشکل دا و چې پر عايداتي سرچينو يواځې يو څو تنو خېټې اچولې وې او د هېواد شتمني يې لوټله.

نوموړی زياتوي چې اوس وخت را رسېدلی څو افغانان خپلې پخوانۍ تربګنۍ هېرې کړي او يو قوي مرکزي نظام او ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي.

طالبانو لا وار له مخه ويلي چې په هېواد کې د ټول شموله اسلامي نظام او دولت جوړېدو لپاره په مشورو بوخت دي.

په ورته مهال يو شمېر لوېديځو رسنيو هم د طالبانو له قوله راپور ورکړی، چې تر راتلونکو څو اوونيو پورې به په افغانستان کې د نوي حکومت او نظام چوکاټ اعلان شي.

Visits: 230

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.