ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نړۍ اووه مهم هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

د نړۍ اووه مهم هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

author avatar
24 Aug 2021 - 15:23
د نړۍ اووه مهم هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي
author avatar
24 Aug 2021 - 15:23

کندهار (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۰): د بريتانیې لومړی وزیر وایي، د نړۍ اووه پرمختللي اقتصاد لرونکي هېوادونه نن د طالبانو چلند ته په کتو، پر هغوی د بندیزونو لګولو او یا پر رسمیت پېژندلو په اړه پر یوې ګډې تګلاره بحث کوي.

بوریس جانسن دغه څرګندونې نن پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلې دي.

دی وايي، د «جي ۷» هېوادونه (د امریکا متحده ایالتونه، کاناډا، برتانیا، اېټالیا، فرانسه، جرمني او جاپان) د افغانستان په اړه یوې بېړنۍ انلاین غونډې ته رابلل شوي دي.

هغه لیکي چې د یادو هېوادونو مشران به په دغه غونډه کې له افغانستانه د خلکو د ویستلو لړۍ او د امریکا ولسمشر جو بایډن له خوا له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د ایستلو اخري نېټه (اګست۳۱ مې) پر غځولو خبرې وکړي.

جانسن زیاتوي: «په دغه غونډه کې به د طالبانو له خوا د افغانستان تر نیولو وروسته د قدرت خلا او د دغه هېواد په اړه د تګلارو د همکارۍ په اړه بحث وکړي.

د ده په وینا، په غونډه کې به له خپلو ملګرو او متحدینو وغواړي چې د افغانانو تر څنګ ودریږي، له کډوالو د ملاتړ او د بشري مرستو د برابرولو لپاره ګام پورته کړي.

دغه راز هغه وايي، په افغانستان کې د انساني حقونو ساتنې او د نړیوالو اړیکو په اړه د طالبانو چلند ته په کتو سره پر هغوی د بندیزونو یا د هغوی پر رسمیت پېژندلو په اړه پر یوه ګډه تګلاره هم بحث کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس له دې مخکې رسنیو ته ویلي چې د «جي ۷» هېوادونو مشران باید د کابل له هوايي ډګره بهر ته د خلکو لېږدولو بهیر همغږی کړي او پر دې غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده کې چې طالبانو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې کابل ونیوه. له هغې راهیسې امریکا او ملګرو یې د کابل له حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې د خپلو وګړو او هغو افغانان د ایستلو چاره پیل کړې چې مخکې له بهرنیانو سره کار کړی.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا، یوازې تېره ورځ له کابله شاوخوا ۱۷زره کسان ايستل شوي دي.

 

Visits: 1061

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.