ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: د غزني پوهنې ریاست ته ۲۸ کمپیوټرونه پر ٣٢٢زره افغانۍ لوړه بیه پېرل شوي

څېړنه: د غزني پوهنې ریاست ته ۲۸ کمپیوټرونه پر ٣٢٢زره افغانۍ لوړه بیه پېرل شوي

author avatar
7 Sep 2021 - 13:36
څېړنه: د غزني پوهنې ریاست ته ۲۸ کمپیوټرونه پر ٣٢٢زره افغانۍ لوړه بیه پېرل شوي
author avatar
7 Sep 2021 - 13:36

غزني ښار (پژواک، ١٦ وږى ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې په غزني کې د پوهنې رياست لپاره پېرل شوي کمپيوټرونه هر یو له اصلي بیې نږدې ۱۲زره افغانۍ لوړ پېرل شوى او ترڅنګ يې ځيني نور اړوند توکي هم په لوړه بيه پېرل شوي دي.

پژواک ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د ١٣٩٩ کال د زمري مياشتې په ١٤مه نېټه د غزني ولايت د پوهنې رياست لپاره ځيني توکي پېرل شوي دي.

په دغو توکو ٢٨ پايې ډسکټاپ کمپيوټرونه، ٢٠ يو پي اس (د برېښنا د ذخيره کولو دستګاوې) خودکار قلمونه، توش قلمونه، سپين کاغذ، د پرينټر رنګ او ځينې نور توکي شامل دي.

پژواک د پوهنې رياست له لوري د اخيستل شوو توکو د قيمتونو او په بازار کې د دغو توکو د نرخونو ارزونه کړې او په دې برخه کې ځيني اسناد هم ترلاسه کړي دي.

د پوهنې رياست له لوري يوه ډسکټاپ کمپيوټر چې څلور جي بي رم او ٥٠٠ جي بي هارډسک لري، په ٣٩٥٠٠ افغانۍ پېرل شوي، خو په همدې مشخصاتو دغه کمپېوټر په بازار کې په ٢٨زره افغانۍ پلورل کېږي.

همدارنګه يو يو پي اېس په ٩زره افغانۍ پېرل شوی په داسې حال چې په بازار کې يې نرخ ٥٥٠٠ افغانۍ دى.

دغه راز د پرينټر رنګ په ٧٣٠ افغانۍ پېرل شوى، په داسې حال چې په بازار يې نرخ ٦٠٠ افغانۍ دى.

د پژواک د څېړنو له مخې، د غزني د پوهنې رياست پاتې نور توکي هم د بازار له نرخونو په لوړه بيه پېرلي دي.

دغه توکي چې د پوهنې رياست د غزني په بازار کې له کومې هټۍ پېرلي، پژواک يې له مالک سره مرکه کړې ده.

هغه په راپور کې د نوم له خپرولو پرته پژواک ته وويل چې ياد توکي ده يو کال مخکې د پوهنې پر رياست پلورلي دي.

ده زياته کړه: ((هو دغه شيان ما ورته ورکړي، ما په بېلونو کې اصلي نرخونه ليکلي وو، خو دوى هغه بېلونه بدل کړي او نور بېلونه يې جوړ کړي او نرخونه يې هم په کې لوړ ليکلي دي.))

دى وايي چې په بېلونو کې د بدلونونو راوستلو په اړه دى هيڅ معلومات نه لري چې کله او څنګه يې دغه کار کړی دی.

پژواک د هټۍ وال له لوري د ورکړل شوو بېلونو او د پوهنې رياست له لوري د جوړ شوو بېلونو کاپيانې ترلاسه کړې دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د غزني د پوهنې رياست له پخوانيو چارواکو سره هم خبرې وکړي، خو له ډېرو هڅو وروسته بيا هم خبرو کولو ته چمتو نه شول.

د غزني اوسېدونکي: طالبان دې مفسدينو ته سزا ورکړي

د غزني ښار اوسېدونکى لعل محمد وايي چې د پوهنې رياست ترڅنګ د دغه ولايت په ډېرو ادارو کې پراخ فساد شوى دى.

هغه وايي: ((زه ډاډه يم چې طالبان به د دغه شان فسادونو مخه نيسي، خو که يو کار بل هم وکړي، هغو کسانو چې د تېر حکومت پر مهال فساد کړى، هغوى ته هم بايد د قانون له مخې سزا ورکړي.))

نوموړي اندېښنه وښوده، يو شمېر هغو کسانو چې فساد کړى او ميليونونه پيسې یې ترلاسه کړې، دا مهال له هېواده بهر هوسا ژوند لري.

دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې طالبان بايد په ټولو ادارو کې چاڼ وکړي او د فساد اړوند اسناد بايد پيدا کړي.

ده زياته کړه: ((طالبان بايد د مفسدينو پر وړاندې ژر اقدام وکړي؛ ځکه د پخواني حکومت يو شمېر کسان اوس هم په همدغو ادارو کې دي، که ژر اقدام ونه شي امکان لري چې دغه کسان د دوى په خلاف اسناد له منځه يوسي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له طالبانو يې غوښتنه وکړه چې د مفسدينو پر وړاندې قانوني چلند وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه په غزني کې د پوهنې رياست ښاري مسوول مولوي ابو عمر پژواک ته وويل چې د تېر حکومت پر مهال د دغه ولايت د پوهنې په رياست کې اداري فساد اوج ته رسېدلى و.

ده ډاډ ورکړ چې له ټولو هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې د دندې پر مهال يې اداري فساد کړى وي.

هغه زياته کړه: ((موږ له ټولو هغو کسانو سره حساب کوو چې اداري فساد يې کړى وي، هيڅوک هم نه پاتې کېږي، ټولو سره د قانوني له مخې چلند کېږي.))

د نوموړي په وينا، د پوهنې رياست اوسني کارکوونکو ته ويل شوي که چېرې فساد وکړي، نو سخته سزا به وويني.

د يادونې ده، له دې وړاندې هم پژواک ځيني داسې اسناد ترلاسه کړي وو چې له مخې د غزني د پوهنې رياست لپاره يوه عادي څوکۍ په ٦٤٠٠ افغانۍ پېرل شوې وه، په داسې حال چې په بازار کې يې نرخ ٢٥٠٠ افغانۍ و.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

 

Visits: 542

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.