ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بانکونو کې د پیسو محدودیت، د خصوصي بنسټونو کارکوونکو ته د معاشونو نه ورکړې لامل شوی

بانکونو کې د پیسو محدودیت، د خصوصي بنسټونو کارکوونکو ته د معاشونو نه ورکړې لامل شوی

author avatar
7 Sep 2021 - 17:01
بانکونو کې د پیسو محدودیت، د خصوصي بنسټونو کارکوونکو ته د معاشونو نه ورکړې لامل شوی
author avatar
7 Sep 2021 - 17:01

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۰): بانکونو کې د پیسو د وېش محدود وضعیت له امله ډېری خصوصي کمپنیو او شرکتونو خپلو کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړي، خو بانکونه وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره د مرکزي بانک امر ته منتظر دي.

د یادونې ده، د روان کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ډېری ولایتونو له نیولو وروسته کابل ښار هم ونیو، وروسته په کابل کې نظامي حالت رامنځته شو او د مالي بنسټونو په ګډون د ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو فعالیت درېدلی دی.

د بانکونو او اسعارو د تبادلې مارکېټونو د فعالیت له بندېدو سره، په ځانګړې توګه په کابل کې د خلکو شکایت پورته کړ، وروسته بانکونو فعالیت پیل کړی، خو ډېرې څانګې یې نه دي پرانیستل شوې، د پیسو په انتقال او وېش کې هم محدودیت وضعه شو.

په دې وروستیو کې د افغانستان بانک په یوه مکتوب کې له بانکونو غوښتي چې خپلو پېرېدونکو ته په یوه اوونۍ کې یو ځل ۲۰۰ ډالر یا ۲۰زره افغانۍ ورکړي.

پر بانکي خدمتونو د خلکو نیوکې:

غلام فاروق چې په کابل کې په یوه خصوصي دفتر کې دنده ترسره کوي، وویل، د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((دوه میاشتې کېږي چې معاش مې نه دی اخیستی، د دفتر مسوولین وايي، موږ نه شو کولای له بانکونو ډېرې پیسې واخلو چې دې ستونزې نه یوازې زه، بلکې ډېری خلک اندېښمن کړي دي.))

نوموړي وویل، له یوې خوا د کور څښتن کرایه غواړي او له بلې خوا د کورنۍ د خرڅ او خوراک په اړه اندېښمن دی، خو هيڅوک نشته چې همکاري ورسره وکړي.

د احمد حبیب په نوم د کابل ښار بل اوسېدونکي پژواک ته وویل، درې ورځې کېږي چې عزیزي بانک ته ځي، خو تر اوسه نه دی توانېدلی له یاد بانکه پیسې واخلي.

هغه زیاته کړه: ((دوه ورځې مخکې سهار شپږ بجې بانک ته لاړم، فکر مې کاوه وختي راغلی یم او ژر به پیسې واخلم، خو بانک ته چې نږدې شوم، ومې لیدل چې سلګونه کسان د بانک ورودي دروازې مخې ته ولاړ دي، کله مې چې د خلکو شمېر ولید، وپوهېدم چې پیسې نه شم اخیستلای، بېرته کور ته لاړم.))

نوموړي زیاته کړه: ((د کور کرایې او اقتصادي ستونزو تېره ورځ بیا مجبور کړم چې څو ساعته د عزیزي بانک مخې ته ودرېږم، خو بیا هم د پیسو پر اخیستو بریالی نه شوم.))

د کابل ښار دغه اوسېدونکي د دې په روښانولو چې د بانکونو د پېرېدونکو شمېر د تېرو ورځو په پرتله ډېر شوی، وویل، نه یوازې د کابل، بلکې له ولایتونو هم سلګونه کسان د پیسو اخیستو لپاره کابل ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری ولایتونه یوازې په کابل کې فعالیت لري او ولایتي څانګې یې تړلې دي.

د یوه خصوصي شرکت مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، له تېرو دوو میاشتو د دې ادارې کارکوونکو معاشونه نه دي اخیستي.

هغه د کارکوونکو اقتصادي ستونزو ته په اشاره وویل، په خپل حساب کې پیسې لري، خو له یوه بانک څخه بل ته د پیسو د نه لېږد او د پیسو په ورکړه کې د محدودیت له امله نه دی توانېدلی د کارکوونکو معاشونه ورکړي.

سرچینې له اوسني نظامه وغوښتل چې ژر تر ژره دې ستونزې ته رسېدنه وکړي، څو خصوصي بنسټونه د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي.

د افغان صرافانو سراسري ټولنه:

د افغانستان صرافانو سراسري ټولنې مرستیال حاجي دادګل حضرتزي پژواک ته وویل، د بانکونو بندېدو او پېرېدونکو ته د پیسو پر ورکړه د محدودیت وضعه کېدو نه یوازې سوداګر او صرافان، بلکې ټول خلک زیانمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان بانک تصمیم د صرافانو او سوداګرو اړتیاوې نه پوره کوي، بانکونه باید ژر تر ژره فعالیت پیل کړي.

نوموړي د طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې د خلکو ستونزې حل او وضعیت عادي کړي.

د بانکونو ځواب:

د افغانستان نړیوال بانک یوه مسوول پژواک ته وویل، د کلوله پشتې له څانګې پرته په کابل کې ددغه بانک ټولې څانګې خلاصې دي.

نوموړي وویل، د دغه بانک څانکې د اړتیا په نظر کې نیولو سره ولایتونو کې هم خلاصې دي، خو د افغانستان بانک د امر له مخې، په یوه اوونۍ کې هر پېرېدونکي ته یو ځل تر ۲۰۰ ډالر یا ۲۰زره افغانۍ ډېرې نه ورکول کېږي.

نوموړي وویل، اوس مهال داخلي ترانسفر او د بانکي حساب خلاصولو هم بند دي.

د میوند بانک یوه مسوول پژواک ته وویل، د پېرېدونکو تقاضا ته په کتو یې یو شمېر څانګې خلاصې دي، خو ځينې څانګې یې له افغانستان بانک څخه د پیسو د نه ترلاسه کولو له امله بندې دي.

نوموړي د دغه بانک د ځینو څانګو بندېدو ته په اشاره وویل: ((که تش بانک خلاص کړو ګټه نه لري، سربېره پر دې هم په بېلابېلو ځایونو کې د پېرېدونکو د ستونزې د حل په لټه کې یو.))

د بانکونو ټولنه:

د افغانستان د بانکونو ټولنې یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، د ټولنې غړي او د بانکونو مسوولینو د مرکزي بانک له مسوولینو سره په ګډه هڅه کوي چې شته ستونزې ژر حل شي.

هغه د دې په روښانولو چې د معاشونو د انتقال په برخه کې هيڅ ستونزه نشته، وویل، د کمپنیو د کارکوونکو حسابونو ته د پیسو انتقال هيڅ ستونزه نه لري، خصوصي بنسټونه کولای شي د کارکوونکو معاشونه د دوی حساب ته انتقال کړي.

نوموړي زیاته کړه، ستونزه د کمپنیو د پیسو په اخیستو کې ده چې په نږدې راتلونکي کې به حل شي.

هغه روښانه کړه چې په یوه اوونۍ کې پېرېدونکو ته ۲۰۰ ډالر یا ۲۰زره افغانۍ ورکړه موقتي ده او دغه تصمیم د بانکي سکټور د خوندیتوب او پېرېدونکو لپاره نیول شوی دی.

سرچینې د نظام بدلون او پر بانکونو د پېرېدونکو هجوم ته په اشاره وویل، که دا ډول تصمیم نه وای نیول شوی، پېرېدونکو یې بانکي حسابونه صفر کول چې دا چاره د بانکي سکټور د ماتې لامل کېده او ټولو ته یې ستونزې جوړولې.

هغه روښانه کړه: ((د خپلو پېرېدونکو ستونزې درک کوو او ډېره سخته ده، خو سختي تر نابودۍ غوره ده.))

د ده په خبره، د بانکونو د مرکزي دفتر په ګډون، څانګې هم خلاصې دي او د مرکزي بانک په امر فعالیت کوي.

هغه وویل، ترانسفر پیرول فعال دی، خو نور ترانسفرونه به په نږدې راتلونکي کې فعال شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک په ۰۶/۰۶/۱۴۰۰ نېټه خپاره شوي مکتوب کې ټولو خصوصي بانکونو ته امر کړی چې اوسني وضعیت ته په پام او د خلکو مالي ستونزو د حل په موخه فعالیت پیل کړي، خو پېرېدونکو ته دې په یوه اوونۍ کې تر ۲۰۰ ډالر یا ۲۰زره افغانۍ ډېرې نه ورکوي.

د افغانستان بانک د پژواک پرله پسې اړیکو ته ځواب ور نه کړ. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.