ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه

طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه

author avatar
7 Sep 2021 - 20:02
طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه
author avatar
7 Sep 2021 - 20:02

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۰): طالبانو د نوي حکومت سرپرسته کابینه اعلان کړه چې محمد حسن اخند رئیس الوزرا، عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې مرستيالان اعلان شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ناوخته کابل کې په خبری ناسته کې د طالبانو د نوي حکومت د کابينې د زياترو وزارتونو او ځينو ادارو سرپرستان اعلان کړل.

کابینه په لاندې ډول ده:

ملا محمد حسن اخوند د رئیس الوزراء په توګه او ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي يې مرستيالان.

مولوي محمد یعقوب مجاهد، د دفاع سرپرست وزیر

ملا سراج الدین حقاني -د کورنيو چارو سرپرست وزیر

امیر خان متقي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر

ملا هدایت الله بدري د مالیې سرپرست وزیر

شیخ مولوي نور الله منیر د پوهنې سرپرست وزیر

ملا خیرالله خیرخوا د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر

قاري دین محمد حنیف د اقتصاد سرپرست وزیر

مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست وزیر

مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلیې سرپرست وزیر

نور الله نوري د سرحداتو او قبائلو سرپرست وزیر

یونس اخوندزاده د کليو د پراختيا او بیارغونې سرپرست وزیر

شیخ محمد خالد د دعوت او ارشاد او امر بالمعروف و نهی عن المنکر سرپرست وزير

ملا عبدالمنان عمري د فواید عام سرپرست وزیر

ملا محمد عیس اخوند د کانونو او پټروليم سرپرست وزیر

ملا عبداللطیف منصور د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر

حمید الله اخوندزاده د ملکي هوايي چلند سرپرست وزیر

عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو سرپرست وزیر

نجیب الله حقاني د مخابراتو سرپرست وزیر

خلیل الرحمن حقاني د کډوالو سرپرست وزیر

عبدالحق وثیق د استخبارات عمومی سرپرست رییس

حاجي محمد ادرس – افغانستان بانک سرپرست ريیس

مولوي احمد جان احمدي د چارو ادارې سرپرست

ملا محمد فاضل اخوند د دفاع وزارت مرستيال

فصیح الدین، لوی درستیز

شېرمحمد عباس ستانکزی د بهرنيو چارو وزارت مرستيال

مولوي نور جلال د کورنيو چارو وزارت مرستيال

ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال

ملا تاج میر جواد د استخباراتو مرستيال

ملا رحمت الله نجیب د استخباراتو اداري مرستيال

ملا عبدالحق له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت مرستيال.

 

د طالبانو ویاند مجاهد د کابينې جوړښت ته په اشارې سره وويل: “زموږ مبارزه د افغانسان په کچه وه، د قوم له مخې نه یو رامنځته شوي، کومه قومي ډله نه یو او نه هم په دې باور لرو. موږ ته مهمه ده چې چا ډیره قرباني ورکړې ده.”

هغه زياته کړه، د نظام ترکیب او هره مسئله افغانانو پورې اړه لري او هیله لري چې د افغانانو حقونو ته نړۍ درناوي وکړي او په رسمیت وپېژندل شي ترڅو نړۍ ارامه شي.

دغه راز هغه په دې ناسته کې وويل، اړتیا وه چې د خلکو حقونو د ټينګښت او ستونزو ته د رسېدنې لپاره هېواد کې حکومتي چارې د یوې سرپرستې کابینې له لوري مخته یوړل شي او له همدې امله کاپینې ځینې غړي اعلان شول.

ده زياته کړه، د پاتې نورو وزارتونو او ادارو لپاره به له غور وروسته په تدریج سره کسان وټاکل شي.

د هغه په وينا، کابینه تر ډېره سیاسي وي، نو له دې وروسته به د ادارو کنټرول لپاره مسلکي معينان وګومارل شي.

نوموړي دغه راز پر نورو مسايلو هم رڼا واچوله او په کابل کې يې د ننني لاريون ته په اشارې وويل، چې اوسني لاریونونه قانوني بڼه نه لري  او دوی غیر قانوني لاریونونه ته په اوس وخت کې اجازه نه ورکوي او له رسنیو هم هیله لري چې پوښښ ورنه کړي.

دی وايي: “څوک چې لاریونونه کوي، موږ پوهیږي چې ګډودي رامنځته کوي.”

مجاهد دغه راز وويل، د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد د دوی تر شا نه دی او څوک نه شي ثابتولی چې طالبانو د پاکستان تر اغېز لاندې دي.

Visits: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.