ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار والي: صنعت او تجارت ته به ځانګړې پاملرنه کیږي

د کندهار والي: صنعت او تجارت ته به ځانګړې پاملرنه کیږي

author avatar
8 Sep 2021 - 17:16
د کندهار والي: صنعت او تجارت ته به ځانګړې پاملرنه کیږي
author avatar
8 Sep 2021 - 17:16

کندهار (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۰): د کندهار والي له صنعتکارانو او سوداګرو سره په خپله لومړنۍ کتنه کې ژمنه وکړه چې صنعت او تجارت ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او ډېرو خلکو ته به د کار زمینه برابریږي.

په کندهار ولایت مقام کې دغه ناسته له هغه وروسته کېږي چې پژواک خبري اژانس د دغه ولایت د صنعتکارانو او سوداګراو د ستونزو په تړاو راپور خپور کړ.

صنعتکارانو او سوداګرو ویلي وو چې د برېښنا د نشتوالي له امله د ټولو فابریکو فعالیت درېدلی او د اسکوډا سیسټم له مخې د محصول نه ورکړې په کور دننه د دوی تولیداتو ته زیان اړولی دی.

کندهار مېشتو صنعتکارانو او سوداګرو خپلې همدا ستونزې د دغه ولایت له والي سره شریکې کړې.

د صنعتکارانو له ډلې عبدالهادي میا پژواک خبري اژانس ته وویل، د طالبانو له راتګ وروسته پر کندهار برېښنا قطع شوې چې له امله یې د صنعتي پارک ټولې فابریکې تړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، دغه راز پر خامو او پخو توکو د پخوا په څېر د اسکوډا سیسټم له مخې مالیه نه اخیستل کېږي چې له امله یې یو شمېر سوداګر هر راز توکي افغانستان ته واردوي چې په کور دننه یې د دوی تولیداتو ته ستونزې جوړې کړې دي.

د ده په خبره، دا او ګڼې نورې ستونزې د کندهار له والي سره شریکې شوې او پر حل لارو خبرې وشوې.

د صنایعو خونې مرستیال نعمت الله نعمت په دې ناسته کې وویل چې کندهار د خپل جغرافیوي جوړښت له مخې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې مهم ولایت دی، که پاملرنه ورته وشي نو د هېواد په کچه د اقتصادي ودې لامل کېدای شي.

د ده په خبره، کندهار مېشتو صنعتکارانو او سوداګرو په همدې موخه پر ځینو طرحو کار کړی چې ژر به یې له ولایتي ادارې سره شریکې کړي.

د کندهار والي محمد یوسف وفا دا د طالبانو له راتګ وروسته له صنعتکارانو او سوداګرو سره لومړنۍ رسمي ناسته وګڼله او زیاته یې کړه چې دغلته به صنعت او سوداګرۍ ته په مرکزي او ولایتي کچه ډېره پاملرنه کیږي.

هغه زیاته کړه، طالبان هڅه کوي د هېواد په کچه صنعت، سوداګري او راکړه ورکړه وده وکړي او ډېرو خلکو ته د کار او روزګار زمینه برابره شي.

دی وايي، دې موخې ته د رسېدو لپاره به په ولایتي او مرکزي کچه کار کیږي.

دغه راز والي ژمنه وکړه چې ولایتي اداره به صنعتکارانو او سوداګرو سره دوامدارې ناستې ولري او د هغوی د ستونزو حل ته به رسېدنه کوي.

د یادونې ده چې په کندهار کې د برېښنا د نشتوالي له امله نه یوازې ټولې فابریکې تړل شوي، بلکې د کندهار ښاریانو ورځنۍ چارې یې هم سختې اغېزمنې کړې دي.

له هغه وروسته چې طالبان د افغانستان واک تر لاسه کړی، لومړی کندهار ته د برېښنا جریان ټکنی او وروسته په ټپه ودرېد او اوس دغه ولایت هیڅ برېښنا نه لري.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مشر فیض الحق مشکاني څو ورځې مخکې پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا نشتوالي د دغه ولایت د ټولو اوسېدونکو ژوند اغېزمن کړی، خو تر ټولو دروند زیان یې صنعتي پارک ته اړولی دی.

هغه زیاته کړه، د برېښنا د نشتوالي له امله په کندهار صنعتي پارک کې د ۱۳۰ فابریکو د تولید چارې په ټپه درېدلي او شاوخوا ۵ زره کارګر بې کاره شوي دي.

دی وايي، کندهار صنعتي پارک ته له تېرو څو کلونو راهیسې د ډېزلي جنراتورونو په مرسته ۱۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېده، خو د ډېزلو له خلاصېدو وروسته د صنعتي پارک پاور پلانټ په ټپه درېدلی دی.

د دې تر څنګ مشکاني دا هم وویل چې د طالبانو له راتګ سره بندرونه او ګمرکونه پرانیستل شوي او اړوند مسوولین له وارداتي توکو څخه د اسکوډا سیسټم پر ځای په خپلسرې توګه مالیه اخلي، یعنې پر بېلابېلو توکو له ۲۰ تر ۷۰ زره افغانیو مالیه اخلي چې یو شمېر سوداګر له دې وضعیت څخه ناسمه ګټه پورته کوي.

د ده په خبره، مخکني حکومت د فابریکو لپاره پر واردېدونکو خامو توکو یو سلنه محصول اخیست او د صنعت د ودې په موخه یې پر ځان سب سایډي منلې وه، دغه راز پر هغو توکو چې په افغانستان کې یې تولید ۱۰۰ سلنې ته رسېدلی و، له بهره یې پر واردولو له ۲۰ تر ۳۰ سلنه مالیه اخیستل کېده څو په مارکېټ کې کورني تولیدات له بهرنیو هغو سره سیالي وکړای شي.

دغه راز پر هغو توکو چې په کور دننه یې تولید ۵۰ سلنه و، له بهره یې پر واردولو له ۱۰ تر ۱۵ سلنې مالیه اخیستل کېده او پر هغو توکو چې دلته نه تولیدېدل یا یې د تولید کچه ۱۰ یا ۲۰ سلنه وه، له بهره یې پر واردولو له ۲،۵ تر ۵ سلنې محصول اخیستل کېده.

نوموړی زیاتوي، اوس چې د مالیې وزارت دغه پالیسي نه پلې کېږي، سوداګر له دې وضعیت څخه په ګټې اخیستو هر څه راواردوي چې د کورنیو تولیداتو پر وړاندې یې خنډونه پېښ کړي دي.

ده خبرداری ورکړ چې که وضعیت دغسې روان وي نو دا به د صنعت او کورني تولید ملا ماته کړي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.