ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په هېواد کې د استعدادونو پر کارولو ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په هېواد کې د استعدادونو پر کارولو ټینګار وکړ

author avatar
11 Sep 2021 - 15:42
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په هېواد کې د استعدادونو پر کارولو ټینګار وکړ
author avatar
11 Sep 2021 - 15:42

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هېواد کې د استعدادونو پر کارولو ټینګار کوي او وايي، د دغه وزارت کارکوونکي دې په اخلاص خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

هغه دغه څرګندونې نن په کابل کې بهرنیو چارو وزارت ته د ور معرفي کېدو غونډې ته وکړې.

ده وویل چې افغان ولس د دوو لاملونو لپاره مبارزه کوي چې یو هېواد له اغیارو پاکول و او بل بهرنیو هېوادونو سره مبارزه ده چې دا مبارزه په ټوپک نه کېږي، بلکې ماغزه غواړي.

دی وايي:”دا مبارزه هغه څوک کولی شي چې تجربه او لوړ زده کړې ولري او اسلام او وطن ته ژمن وي.”

هغه د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته په اشارې وویل چې دی پر ټولو باور لري خو که څوک شک پرې کوي او “پردی” یي بولي، نو الله تعالی به ورنه پوښتنه کوي خو هيڅوک دې تشویش نه کوي او کارونو ته دې ادامه ورکړي.

متقي زیاته کړه، هر څوک چې هر څنګه استعداد لري، اوس یې وخت د کارولو دی، ښوونکي دې په ښوونځیو کې درس ورکړي او دیپلوماټ دې د ديپلوماسۍ په برخه کې کار وکړي.

دی زیاتوي:”که چا ښه خدمت کاوه، ترفیع به ورکول کېږي او کنه له اشخاصو موږ ته ملي ګټې مهمې دي حتی د نړۍ په کچه چې هر چیرته زموږ سفارتونه دي، سفیران دي، د هغوی سکرتران دي د هغوی کارمندان دي، ټول باید په ډېر اخلاص خدمت وکړي.”

د هغه په وینا، له یوه هېواد یې داسې راپور ترلاسه کړی چې د پاسپورټ پیسې بانک ته نه جمعه کېږي، بلکې شخصي جیبونو ته ځي، خو د ده په خبره، دا ناځواني ده او هرڅوک باید خپلې راتلونکې ته وګوري.

دغه راز متقي وویل، یو نظام له نیمګړتیاوو نه شي خلاصېدلی، مهمه دا ده چې د نیمګړتیاوو مخه ونیول شي.

دی وايي:”یو ځای به طالب او مولا کار نه شي کولی هغه خو د خلکو جراحي عملیات نه شي کولی هغه به ډاکتر کوي، له دنیا سره به ښې اړیکې یو ديپلوماټ جوړوي او د تجارت په برخه کې به ملي سوداګر لاس په کار کېږي.”

Visits: 1122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.