ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خصوصي پوهنتونونو محصلینو د فیس کمېدو غوښتنه وکړه

د خصوصي پوهنتونونو محصلینو د فیس کمېدو غوښتنه وکړه

author avatar
18 Sep 2021 - 16:34
د خصوصي پوهنتونونو محصلینو د فیس کمېدو غوښتنه وکړه
author avatar
18 Sep 2021 - 16:34

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۰): د لوړو زده کړو د خصوصي مرکزونو ځيني محصلین د فیسونو له ډېروالي شکایت کوي او د لوړو زده کړو له وزارته غواړي چې د کمېدو په برخه کې له یادو بنسټونو سره خبرې وکړي، له دې پرته به مجبور شي چې زده کړې پرېږدي.

پژواک خبري اژانس له یو شمېر محصلینو سره خبرې کړې، هغوی ویلي چې د سیاسي نظام له سقوط وروسته یې د کورنۍ هغه غړي چې کار یې کاوه، دندې له لاسه ورکړې او اوس له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

طالبانو د روان کال په ۲۴مه د هېواد ډېری ولایتونو له سقوط وروسته کابل ښار هم ونیو او وروسته د ښوونیزو او تحصیلي ادارو په ګډون ډېری ادارو فعالیتونه ودرول.

د یادونې ده، د خصوصي تحصیلي بنسټونو درسونه د روان کال د وږي په اوومه پیل شول، خو د دولتي تحصیلي مرکزونو درسونه تر اوسه نه دي پیل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې لوړو زده کړو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د خصوصي پوهنتونونو د فیس کمېدو غوښتنه کړې ده.

محصلین: د فیس د ورکړې توان نه لرو، اړ یو زده کړې پرېږدو.

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلې یلدا سلطاني پژواک ته وویل: ((له هغه راهیسې چې درسونه پیل شوي، پوهنتون ته نه یم تللې؛ ځکه اقتصادي ستونزې مو ډېرې شوې او کورنۍ کې مو یوازې مور دنده لري چې اوس یې د معاش په اړه خبر نشته.))

هغه روښانه کړه: ((سره له دې چې په فیس کې مې تخفیف و، خو د سیاسي نظام له تغییر وروسته ستونزې ډېرې شوې او زه د فیس د ورکړې توان نه لرم، نه شم کولای درسونو ته دوام ورکړم.))

نوموړې له لوړو زده کړو وزارت وغوښتل چې د دې ستونزې په برخه کې اقدام وکړي او د خصوصي پوهنتونونو د فیس کمېدو لپاره له هغوی سره خبرې وکړي؛ ځکه د خصوصي پوهنتونونو ډېری محصلین د دې په څېر د فیس ورکولو توان نه لري.

په ورته وخت کې د «رڼا پوهنتون» د ژورنالېزم پوهنځي محصل حمید سعیدي هم د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای درسونو ته دوام ورکړي.

هغه وویل: ((اوس د افغانستان شرایطو ته په کتو د دولتي او خصوصي دفترونو ټول کارکوونکي بې برخلیکه شوي او زما پلار په دولتي اداره کې کار کاوه چې اوس بېکاره شوی دی.))

سعیدي زیاته کړه: ((فعلن پوهنتون له موږ څخه فیس غواړي او موږ یې د ورکولو توان نه لرو، دغه وضعیت یوازې پر موږ نه دی، بلکې په ټول افغانستان کې جریان لري، کله چې فیس تحویل نه کړو پوهنتونونه په ازموینه او ان پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه راکوي.))

هغه هم د فیسونو کمېدو برخې ته د پام غوښتنه کوي او وايي چې که په دې برخه کې اقدام ونه شي، ډېری ځوانان به د اقتصادي ستونزو او فیس د نه ورکړې له امله له لوړو زده کړو بې برخې شي.

د «هېواد پوهنتون» د اقتصاد پوهنځي د څلورم سمستر محصلې برېښنا احمدي وايي: ((پلار مې په یوه دفتر کې دنده درلوده چې اوس مهال بېکاره دی، موږ د فیس د ورکړې توان نه لرو، تر څو چې موږ فیس ور نه کړو پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه راکول کېږي.))

نوموړې وویل، ډېری ټولګیوال یې له دې ستونزې سره مخ دي او د فیس د نه کمېدو په صورت کې به د لوړو زده کړو له دوام پاتې شي.

هغې زیاته کړه: ((هیله لرو چې د افغانستان اسلامي امارت به په دې برخه کې مرسته وکړي.))

استادان: هغه محصلین چې د فیس ورکولو توان نه لري، خپلو درسونو ته نه حاضریږي

په ورته مهال د رڼا پوهنتون استاد مصطفی عاقلي، پژواک ته وویل: «د نن بحث همغه ډول چې تاسو خبر یاست، دا دی چې پیسې له افغانستانه ورکې شوې، فکري پانګو افغانستان پرېیښی، په هېواد کې پیسې په دوران کې نه دي، بهرنۍ مرستې پرې شوې او دولت هم تر اوسه نړیوال مشروعیت نه دی پیدا کړی.»

هغه زیاته کړه: «دولت هم نه دی جوړ شوی، نو ځکه د خلکو ترمنځ ناهیلې موجوده ده چې له امله یې محصلین ښه ارزونه نه لري څو وکولای شي پوهنتون ته حاضر شي؛ تر کومه چې زه معلومات لرم ډېری محصلین چې زیاته برخه یې نجونې وې، له دې امله چې ښایي په راتلونکې حکومت کې ځای ونه لري، پوهنتون ته نه راځي او درس نه وایي، له دې امله چې د دوی راتلونکی نامعلوم دی.»

نوموړي دغه راز په پوهنتونونو کې د محصلینو د کموالي لامل، له هېواده د ځوانانو وتل او د کورنیو د اقتصادي وضعیت خرابوالی وبلل.

هغه وویل: «هلکان هم چا چې پیسې درلودې له افغانستانه ووتل او ځیني چې په هېواد کې پاتې دي، پیسې نه لري او اقتصاد یې خراب دی.»

دغه استاد د یاد وضعیت دوام د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې د هغو ځوانانو د ستونزې حل لپاره باید ژر اقدام وشي چې د فیس ورکولو توان نه لري او د لوړو زده کړو کول غواړي.

د فانوس د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو ډیپارټمنټ امره نرګس غوري وایي چې په دغه پوهنتون کې په درېیو وختونو کې ۱۲۰۰ محصلین په اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو او ژورنالېزم پوهنځیو کې زده کړې کوي.

سرچینې زیاته کړه: «له وروستي بدلون وروسته چې له درسونو سره د ځوانانو د مینې کمېدو لامل شو، زه پخپله د دې شاهد یم چې ډېری محصلین خپلو درسونو ته نه حاضریږي.»

هغه زیاته کړه: «شخصي پوهنتونونه د یوه محصل په عاید پورې تړلي. کله چې یو ځوان عاید ونه لري، دا مهال چې بېکاره بیخي ډېره شوې او ډېری ځوانان بېکاره دي او کوم خپلواک عاید نه لري، نو د فیس ورکول په واقعیت کې هم ستونزمن دي.»

غوري د محصلینو د فیس ټیټوالي په اړه وویل چې هغوی د بې سرپرسته کسانو لپاره تخفیف لري؛ خو نور جزیات یې ونه کړل.

د لوړو زده کړو وزارت: شخصي پوهنتونه دې د فیس ټیټوالي په برخه کې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو، د لوړو زده کړو له خصوصي موسسو غوښتي چې د محصلینو د فیس راټیټوالي په برخه کې دې اقدام وکړي.

سرچینې لیکلي چې دغو رخصتیو د خلکو پر عوایدو او کار منفي اغېز کړی او محصلینو په دغه سمستر کې د فیس د کموالي غوښتنه کړې ده.

یاد وزارت خصوصي پوهنتونو ته په خطاب کې لیکلي: «له همدې امله، دا به ستاسو مهرباني وي که چېرې د روانو سمسترونو په فیسونو کې د پام وړ کموالی راشي.»

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.