ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشريف کې کارګر د ورځنيو کارونو له نشتوالي شکايت کوي

په مزارشريف کې کارګر د ورځنيو کارونو له نشتوالي شکايت کوي

author avatar
19 Sep 2021 - 11:54
په مزارشريف کې کارګر د ورځنيو کارونو له نشتوالي شکايت کوي
author avatar
19 Sep 2021 - 11:54

مزارشريف (پژواک، ٢٨ وږی ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف کې يو شمېر کارګر شکايت کوي چې په دغه ښار کې ورځني کارونه د نشت برابر دي او زياتوي چې په ورځو ورځو کار نه شي موندلای.

دوی همدا راز وايي چې له يوې خوا کار نشته او بل لور ته په بازار کې د خوراکي او نورو اړينو توکو قيمتونه لوړ شوي دي چې له جدي ستونزو سره يې مخ کړي دي.

خليفه محمد يوسف د مزارښار اوسېدونکی دی.

نوموړی چې د مزارښاروالۍ مخې ته څلورلارې کې ناست و او خپل د کار ځيني وسايل يې هم څنګ کې ايښي وو، پژواک ته يې وويل چې دا يې درېيمه ورځ ده چې چا کار ته نه دی بيولی.

هغه زياته کړه، له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د مزد په بدل کې د کورونو ګچ کاري او پلستر کوي، چې په وينا يې د خپل ژوند اقتصادي اړتياوې له همدې لارې پوره کوي.

خليفه يوسف زياتوي چې په تېرو کلونو کې به يې ډېری وخت له خپلو نورو شريکانو سره کارونه په ټيکه نيول؛ خو وايي چې دا لومړی ځل دی مجبور شوی څو راووځي او په دې موخه چوک کې کېني چې ګوندي يې څوک کار ته بوځي.

هغه وويل: ((دا دی ګورئ د کار وسايل مې هم مخکې پراته دي، نن درېيمه ورځ ده چې سهار همدلته راځم او ماښام بېرته ځم، کار نشته، د يوې نسبتا لويې کورنۍ سرپرست يم، هغوی ته بايډ ډوډۍ او نور خواړه پيدا کړم.))

نوموړي زياته کړه چې د کار نشتون خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي او ډېری کورنۍ دې ته حيرانې دي چې د يو وخت ډودۍ له کومه پيدا کړي.

خليفه يوسف د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د وضعيت د عادي کېدو او همدا راز کاروبار پيدا کېدو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.

محمد نبي د مزارشريف بل اوسېدونکی دی، چې د ښار په منډوي ساحه کې لاس ګاډی چلوي.

نوموړي پژواک ته وويل چې پخوا به يې د ورځې تر درې نيم سوه افغانيو پورې روزمزدوري کوله؛ خو زياتوي چې دې ورځو کې د ورځې سل افغانۍ په ډېرې خوارۍ پيدا کوي.

هغه زياته کړه چې د کار نشتون او د خلکو روزګار تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی.

نبي زياتوي چې د طالبانو له راتګ وروسته له شته امنيتي وضعيت څخه خلک ډېر خوشحاله دي؛ خو په خبره يې چې بيکاري او اقتصادي ستونزې ورسره په بې مخينې ډول زياتې شوې دي.

نوموړی همدا راز د کار د نشتون تر څنګ په بازار کې د خوراکي توکو د قيمتونو لوړوالی هم د اندېښنې وړ بولي.

په مزارشريف کې د کفايت رستې دوکاندار محمد نعيم پژواک ته وويل، سره له دې چې د حيرتان بندر د وارداتو پر مخ پرانیستل شوی خو بيا هم د توکو په نرخونو کې کوم ځانګړی کموالی نه دی راغلی.

له هغه مو د علت په اړه وپوښتل او ځواب يې دا وو: ((تر هغه چې بانکونه عادي حالت ته رانه شي نو د نرخونو کمول تقريبا نا ممکن دي. ستونزه دا ده چې سوداګر نغدې پيسې نه لري او له همدې امله په بازارونو کې نرخونه له اسمان سره خبرې کوي.))

د اقتصادي چارو کارپوهان هم وايي چې له يو لوري بيکاري او بل لور ته په بازارونو کې د نرخونو لوړوالی هغه څه دي چې خلک له ناورين سره مخ کولای شي.

د پوهنتون استاد حميدالله انوري پژواک ته وويل چې د افغانستان نوی حکومت بايد ژر تر ژره د شته اقتصادي بحران د حل لپاره لاس په کار شي.

د هغه په وينا، طالبان بايد له نړيوالې ټولنې سره يو تعامل وکړي چې له مخې يې د افغانستان کنګل شوې پيسې بېرته راخلاصې شي او تر څنګ يې مهم نړيوال پولي سازمانونه بېرته په دغه هېواد کې فعاليت پيل کړي.

د پوهنتون دغه استاد وايي چې ډېری کاري فرصتونه له منځه تللي او په وينا يي چې بېرته عادي حالت ته راتګ به وخت ونيسي.

بل لورته د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق پژواک ته وویل، هڅې روانې دي چې ټولې ادارې په نورمال ډول بېرته خپل کارونه پيل کړي، ترڅو هرڅه بېرته عادي حالت ته وګرځي.

تر دې وړاندې هم حکومتي چارواکو خلکو ته د کارونو د پيدا کولو او ستونزو په حل ټينګار کړى دى.

طالبانو وار له مخه ويلي چې له نړیوالې ټولنې سره د دوه اړخيزو اړيکو پلويان دي او غوښتنه يې کړې چې نړۍ دې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي.

Views: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.