ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تنویر په نوم یو شرکت له نورو شرکتونو غالۍ اخلي او په خپل نوم یې په اماراتو کې پلوري

د تنویر په نوم یو شرکت له نورو شرکتونو غالۍ اخلي او په خپل نوم یې په اماراتو کې پلوري

author avatar
20 Sep 2021 - 10:19
د تنویر په نوم یو شرکت له نورو شرکتونو غالۍ اخلي او په خپل نوم یې په اماراتو کې پلوري
author avatar
20 Sep 2021 - 10:19

کابل (پژواک، ۲۹وږی ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې د تنویر په نوم افغاني شرکت په هېواد کې له نورو شرکتونو غالۍ پېري او په متحده عربي اماراتو کې یې په خپل نوم او لېبل پلوري او داسې ښيي چې ګواکې د غالیو اوبدلو خپلې فابریکې لري.

دغه شرکت له (FBMI) شرکت سره تړون کړی چې په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د متحده عربي اماراتو د امير د خور فاطمې بنت محمد بن زید له خوا له افغان مېرمنو سره د مرستې په موخه جوړ شوی دی.

د تړون له مخې، تنویر افغاني شرکت به د  FBMIشرکت په مالي ملاتړ په افغانستان کې ښځو ته د غالیو اوبدلو مرکزونه جوړوي، هغوی ته به زده کړې ورکوي او د هغوی په لاس جوړې شوې غالۍ به بهر ته صادروي.

په دې توګه به له یوې خوا د غالیو صنعت وده وکړي او له بلې خوا به له دې لارې افغان بې وزلې مېرمنې پیسې لاسته راوړي او پر ځان به بسیا شي.

خو تنویر شرکت د شوي تړون خلاف له نورو شرکتونو غالۍ اخلي او په متحده عربي اماراتو کې یې په خپل نوم پلوري.

پژواک خبري اژانس هغه بېلونه تر لاسه کړي چې تنویر شرکت FBMI شرکت ته غالۍ ورکړې دي.

د دغو بېلونو له مخې، تنویر شرکت په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د ۱۲۰ زره ډالرو په ارزښت ۱۴۲ تختې غالۍ چې ټولیزه اندازه یې ۸۵۲ متره مربع کېږي، په FBMI شرکت پلورلې دي.

د تنویر شرکت له خوا د غالیو اوبدلو د مرکزونو جوړولو په اړه راپورونه

ازادۍ راډیو په ۱۳۸۹ لمریز کال کې راپور خپور کړی چې تنویر شرکت په کابل کې د ۲،۵ میلیونه ډالرو په لګښت د غالیو اوبدلو مرکز جوړوي.

په دغه راپور کې د شرکت د مرستیال ډاکټر احمد فهیم پیرزاده له خولې راغلي چې د یاد شوي مرکز تر څنګ په جلال اباد او بیا په ترتیب په نورو ولایتونو کې هم د غالیو اوبدلو مرکزونه جوړوي.

پيرزاده ویلي و چې تنویر شرکت د غالیو اوبدلو په دغو مرکزونو ۳۳ میلیونه ډالره پانګونه کوي چې د صادراتو حجم به یې په کال کې ۴۴ زره متره مربع وي.

دغه راز په همدې کال د عدليې وزارت او تنویر شرکت تر منځ یو تړون هم لاسلیک شوی چې دغه شرکت به ښځینه زندانیانو ته د غالیو اوبدلو زده کړه ورکوي او تر څنګ به یې هغوی ته روغتیايي، ښوونیز او ټولنیز خدمات هم وړاندې کوي.

د بخدي اژانس د راپور له مخې چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې خپور شوی، د تنویر شرکت رییس داوود جبارخېل له قوله راغلي چې اوسمهال دوی ۶ ولایتونه تر خپل پوښښ لاندې لري او د همدې کال په اوږدو کې به د کار ساحه تر ۱۵ نورو ولایتونو هم غځوي.

په ورته توګه کلید ګروپ هم په ۱۳۸۹ لمریز کال کې یو راپور خپور کړی چې په کې راغلي دي: ((تنویر شرکت هره میاشت د غالیو اوبدلو په مرکزونو کې ۴ زره متره مربع غالۍ توليدوي او بهر ته يې صادروي.))

په همدې کال طلوع نیوز هم راپور خپور کړی او د یاد شوي شرکت داوود جبارخېل په حواله یې لیکلي چې دوی له متحده عربي اماراتو سره د دې لپاره تړون کړی چې په هېواد کې د غالیو صنعت وده وکړي او له بې وزلو ښځو سره مرسته وکړي څو هغوی پر ځان بسیا شي او له دې لارې پیسې لاس ته راوړي.

د تنویر شرکت له خوا تر لاسه شوې جایزې

 د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې چې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې خپور شوی، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یو نندارتون جوړ شوی و چې د ۱۴ هېوادونو غالۍ په کې نندارې ته ایښودل شوې وې.

په دغه نندارتون کې افغانستان لومړی مقام تر لاسه کړ او تنویر شرکت ته مډال ورکړل شو.

دغه راز په ۱۳۹۲ لمریز کال کې جمهور اژانس راپور خپور کړی چې تنویر شرکت د المان د ډموټکس په نندارتون کې د افغانستان په استازولۍ ګډون کړی و.

په دغه نندارتون کې له ۶۰ هېوادونو څخه ۱۶۰۰ شرکتونو ګډون کړی و چې تنویر شرکت په کې لومړی مقام خپل کړ او د سکار په نوم جایزه یې وګټله.

له شوي تړون څخه سرغړونه

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل، تنویر شرکت له FBMI شرکت سره د شوي تړون له مخې عمل نه دی کړی.

سرچینه زیاتوي، د دغې پروژې په بنسټ باید په افغانستان کې ۵ زره مېرمنې د غالیو اوبدلو په برخه کې پر دندو وګومارل شوې وای خو داسې نه دي شوي او په عملي ډګر کې هیڅ هم نشته.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، کومې غالۍ چې د تنویر شرکت له لوري په بهرنیو هېوادونو کې پلورل شوي، پیسې یې بېرته افغانستان ته نه دي راغلي او په نورو هېوادونو کې پرې ملکیتونه اخیستل شوي دي.

د سرچینې په وینا، د تنویر شرکت مسوولینو ویلي چې یو میلیون متره غالۍ یې پلورلې دي خو پيسې یې نه دي معلومې چې چېرې تللې دي.

یادې شوې سرچینې وویل: ((FBMI شرکت په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې ۳۰ میلیونه ډالر او په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې ۴۰ میلیونه ډالر تنویر شرکت ته ورکړي څو افغان مېرمنو ته د غالیو اوبدلو مرکزونه جوړ کړي او دلته دغه صنعت وده وکړي.))

د سرچینې په وینا، په دې وروستیو کې تنویر شرکت له FBMI سره بل قرارداد هم کړی چې د وچې مېوې اړوند دی.

خو سرچینې وویل چې تنویر شرکت په ټولیزه توګه له ۲۰۱۰ زېږدیز کال راهیسې له اماراتو څخه ۷۰ میلیونه ډالر په دې نوم اخیستي چې ګواکې په افغانستان کې د مېرمنو لپاره د غالیو اوبدلو مرکزونه جوړوي.

خو برعکس یاد شوي شرکت دلته د غالیو اوبدلو مرکزونه نه دي جوړ کړي، بلکې له نورو شرکتونو غالۍ اخلي او بیا یې په خپل نوم او لېبل په متحده عربي اماراتو کې پلوري.

یوې سرچینې چې په کابل ښار کې د غالیو اوبدلو فابریکه لري، پژواک ته وویل، تنویر شرکت د غالیو اوبدلو تولید لري خو دومره نه دي.

یاده شوې سرچینه زیاتوي: ((تنویر شرکت څو ځله له موږ څخه غالۍ اخیستې دي، ۵۰ په ۵۰ کې او ۴۰ په ۴۰ کې غالۍ زموږ دي او موږ پرې خرڅې کړې دي.))

دغه سرچینه وايي، د تنویر شرکت رییس داوود جبارخېل ځکه له بازار څخه غالۍ اخلي چې ارزانه ورته تمامېږي.

بل خوا د پخواني حکومت د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوول صفی الله جلالزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تنویر شرکت یوازې په کابل کې ښځينه زندانیانو ته د غالیو اوبدلو په برخه کې زده کړې ورکړې دي.

هغه وايي، تنویر شرکت له ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۰ لمریز کال پورې قرارداد درلود او یوازې ۳۰ مېرمنو ته یې د غالیو اوبدلو زمینه برابره کړې وه.

ادعاوې او سپیناوی

د تنویر شرکت مسوولين وايي، د غالیو اوبدلو په برخه کې یې درې زره ښځې په دندو ګومارلې دي.

په دې اړه پژواک په کابل ښار کې د غالیو اوبدلو د یو شمېر فابریکو له مسوولینو سره خبرې کړې دي.

د غالیو اوبدلو د یوې فابریکې مسوول پژواک خبري اژانس ته وویل، په منځنۍ کچه یو شخص په میاشت کې ۱،۵ متره مربع غالۍ اوبدلای شي.

هغه زیاته کړه، که تنویر شرکت د غالیو اوبدلو لپاره درې زره ښځې ګومارلې وي نو په یوه میاشت کې باید ۴۵۰۰ متره مربع غالي و اوبي.

د هغه په وينا، په دې توګه باید دغه شرکت په کال کې ۵۴۰۰۰ متره مربع غالۍ تولید کړي، په داسې حال کې چې اړوند شرکت له ۲۰۱۰ زېږدیز کال راهیسې ۵۴۰ زره متره مربع غالۍ تولید کړې دي.

د هغو بیو له مخې چې پژواک له بازار څخه اخیستي، په منځنۍ کچه یو متر مربع غالۍ په ۶ زره افغاني پلورل کېږي.

په همدې بنسټ تنویر شرکت د غالیو له تولید څخه په یوه میاشت کې ۲۷ میلیونه افغانۍ تر لاسه کړي چې په کال کې ۳۲۴ میلیونه افغانۍ کېږي.

خو د دغه شرکت مرستیال ډاکټر احمد فهیم پیرزاده په ۱۳۸۹ کال کې له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي و چې خپل تولید به په کال کې ۴۴ زره متره مربع ته لوړوي.

د دغو څرګندونو پر بنسټ اړوند شرکت باید په میاشت کې ۳۶۰۰ متره مربع غالۍ تولید کړي چې له بازاره د اخیستل شوې بیې له مخې په میاشت کې ۲،۱۶ میلیونه او په کال کې ۲۶۴ میلیونه افغانۍ کېږي چې په دې توګه یې له تېرو لسو کلونو راهیسې ۲ میلیارده او ۶۴۰ افغانۍ ترلاسه کړې دي.

تنویر شرکت په ولایتونو کې د غالیو اوبدلو مرکزونه لري؟

هغه معلومات چې پژواک خبري اژانس له بېلابېلو سرچینو ترلاسه کړي، تنویر شرکت یوازې په کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د غالیو اوبدلو مرکزونه لري.

په داسې حال کې چې د شرکت مسوولینو په بېلابېلو وختونو کې ویلي چې دوی په ۶ ولایتونو کې مرکزونه لري او غواړي دغه لړۍ ۱۵ ولایتونو ته وغځوي.

د تنویر شرکت مشر داوود جبارخېل پژواک ته وویل، د غالیو په سوداګرۍ کې هیڅوک ورسره شریک نه دي او ټوله پانګه یې خپله ده.

هغه وویل، لهFBMI  شرکت سره ملګرتیا لري او د عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ورته د خرڅلاو زمینه برابره وي.

نوموړی وایي، د اړتیا پر مهال له نورو شرکتونو څخه هم غالۍ اخلي او بهر ته یې صادروي.

دی وایي: ((په کابل ښار کې یوازې د غالیو اوبدلو یو مرکز لرم خو په نورو ولایتونو کې ښځې په کورونو کې کار کوي او مواد زه ورکوم، کله چې غالۍ و اوبدل شي له ولایتونو څخه کابل ته را انتقالېږي او دلته له مینځلو او نور پروسیس وروسته عربی اماراتو ته صادرېږي او هلته پلورل کېږي.))

هغه وویل، د کابل د غالیو اوبدلو په مرکز کې ورسره شاوخوا ۱۵۰ مېرمنې کار کوي چې هرې یوې ته د میاشتې لس زره افغانۍ معاش ورکوي.

دی وايي، اصلي موخه یې خپلو هېوادوالو ته خدمت کول دي چې په یو شمېر ولایتونو لکه نورستان، ننګرهار، اروزګان او زابل کې یې خلکو ته روغتیايي کلینیکونه هم جوړ کړي دي.

جبارخېل وایي، د اماراتو د امير له خور سره کورنۍ اړیکې لري چې په افغانستان کې له خلکو سره مرسته کوي او په دوبۍ ښار کې له ده سره د مارکېټینګ په برخه کې همکاري کوي.

پژواک خبري اژانس د تنویر او FBMI شرکتونو تر منځ د تړون د څرنګوالي په اړه د اماراتي شرکت په دې ادرس [email protected] برېښنالیک واستاوه چې داسې ځواب یې ترلاسه کړ: ((اړوند شرکت په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې له تنویر شرکت سره قرارداد کړی و چې د غالیو صنعت فعال کړي او د افغانستان لاسي صنایعو ته وده ورکړي.))

دغه راز هغوی لیکلي چې تنویر یو شخصي سوداګريز شرکت دی او ټولنیز فعالیتونه هم کوي.

د برېښنالیک په ځواب کې راغلي چې FBMI شرکت له تنویر شرکت سره کومه مرسته نه ده کړې او د نورو معلوماتو لپاره دې تنویر شرکت ته مراجعه وشي.

پايله:

له ترلاسه شوو اسنادو، مرکو او خپرو شوو راپورونو څخه داسې جوتيږي چې تنوير شرکت له تړون سره سم خدمات نه دي وړاندې کړي او د شخصي ګټو په خاطر يې بازار کې قالينې پېرلي او بيايي عربي اماراتو ته په خپل نوم صادرې کړې دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 153

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.