ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا افغانستان ته د بشري مرستو لیږلو په موخه دوه جوازونه صادر کړل

امریکا افغانستان ته د بشري مرستو لیږلو په موخه دوه جوازونه صادر کړل

author avatar
25 Sep 2021 - 04:56
امریکا افغانستان ته د بشري مرستو لیږلو په موخه دوه جوازونه صادر کړل
author avatar
25 Sep 2021 - 04:56

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰) : د امریکا د مالیې یا خزانې وزارت افغانستان ته د بشري مرستو لیږلو په موخه دوه جوازونه صادر کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس او دامریکا سي این بي سي رسنۍ خبر ورکړی چې ددغړ جوازونړو په صادریدلو به په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کیدو مخه ونیول شي.

دامریکا د مالیې وزارت ویلي، لومړی جواز  د امرکیا حکومت ، غیر دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په څیرو ځینو نړیوالو ټولنو ته اجازه ورکوي چې له طالبانو یا حقاني شبکې سره چې دواړه د م لګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، مالي راکړه ورکړه ولري.

د راپور له مخې، دویم جواز افغانستان ته د خوړو، درملو او طبي توکو صادرلاتو پورې اړوند ځینې ځانګړي مالي معاملاتو ته لاره هواروي.

دامریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول د څانګې مشرې انډیرا ګاسکي ویلي، وزارت یې ژمن دی چې د افغانستان خلکو ته بشري مرستو ورسول شي.

هغې زیاته کړې، سپینه ماڼۍ له یو شمیر مالي ادارو او غیر دولتي او نړیوالو موسسو سره په ګډه کار کوي چې افغانستان ته د کرنیزو توکو، درملو او نورو اړینو توکو لیږدولو کې همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته امریکا پخپلو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالر کنګل کړي دي.

Visits: 156

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.