منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۶ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان په محوریت د “جي ۲۰” هېوادونو غونډه جوړيږي

پژواک خبري اژانس
· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۵ کتنې

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۰): ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمع ناستې وروسته ډېر ژر د افغانستان په محوریت د “جي ۲۰” هېوادونو ناسته ترسره شي.

د سپوتنیک د راپور له مخې، ټاکل شوې د افغانستان په محوریت د “جي ۲۰”  هېوادونو د مشرانو ناسته د سپټمبر په ۲۸ مه (د تلې په ۶مه) ترسره شي.

سرچینې لیکلي، دغه موضوع د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ورشینین له خوا اعلان شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، د ایټالیا لومړی وزیر ماریو دراګي د دې ناستې مشري کوي.

سرچینې لیکلي، ټاکل شوې د افغانستان په محوریت د دې ډلې ناسته د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع د لوړې کچې تر ناستې یوه اونۍ وروسته ترسره شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي ناستو وروستۍ ناسته سبا دوشنبې (د تلې په پنځمه) ترسره کېږي او د اشرف غني دولت استازی غلام محمد اسحق زی به د افغانستان په استازیتوب په کې خبرې وکړي.