ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروپا پارلمان، لس افغان ښځې یوې جایزې ته نوماندې کړې دي

د اروپا پارلمان، لس افغان ښځې یوې جایزې ته نوماندې کړې دي

author avatar
28 Sep 2021 - 11:46
د اروپا پارلمان، لس افغان ښځې یوې جایزې ته نوماندې کړې دي
author avatar
28 Sep 2021 - 11:46

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۰): د مخکني حکومت د ځینو مسوولو ښځو په ګډون لس افغان مېرمنې د اروپا د پارلمان له خوا د “سخروف” په نوم د فکري ازادۍ جایزې ته نوماندې شوې دي.

د اروپا پارلمان تېره ورځ پر خپلې وېبپاڼه لیکلي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر، د میدان وردګو ولایت ښارواله ظریفه غفاري، د ښځو د حقونو فعاله ماري اکرمي، پلوشه حسن، میترا مهران، حوریه مصدق، فرشته کریم، د افغان فلم مشره صحرا کریمي، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکنۍ مشره سیما سمر، د سولې لپاره د مخکني حکومت د خبرو اترو ډلې غړې حبیبه سرابي او د سیاسي برخې خبریاله انیسه شهید یادې جایزې ته نوماند شوې دي.

سرچینې لیکلي چې د اروپا پارلمان هر کال د سخاروف جایزه هغو کسانو او ا دارو ته ورکوي چې له بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ملاتړ کوي.

سرچینې د اروپا د پارلمان د مرستیالې «هایدي هاوتالا» له قوله لیکلي چې دا افغان مېرمنې په خپل هېواد کې د مبارزې، بشري حقونو او دیموکراسۍ د دفاع لپاره د سخروف جایزې لپاره نوماندې شوې دي.

دا وايي: “د دغو ښځو مېړانه عالي ده. هغوی ځان له خطر سره مخ کړی، څو د هغه څه لپاره چې موږ ته ډالۍ شوې، مبارزه وکړي.”

د یادونې ده چې د یادې جایزې ګټونکي به د اکتوبر په ۲۱مه اعلان شي.

د یادو نوماندو ښځو له ډلې د افغان فلم لومړنۍ ښځینه مشرې صحرا کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې لپاره چې تل یې غوښتي ترڅو د هنر او حرفې له مخې د ټولنې فکر بدل کړي، خوښه ده چې د اروپا د پارلمان له لوري یادې جایزې ته د نوماند شوو ښځو په ډله کې ده.

Visits: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.