ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان د موقتې دورې لپاره د ظاهرشاه د وخت اساسي قانون پلى کوي”

“طالبان د موقتې دورې لپاره د ظاهرشاه د وخت اساسي قانون پلى کوي”

author avatar
28 Sep 2021 - 12:06
“طالبان د موقتې دورې لپاره د ظاهرشاه د وخت اساسي قانون پلى کوي”
author avatar
28 Sep 2021 - 12:06

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۰): عدليې وزارت د موقت حکومت لپاره د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو مواردو پرته چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي، پلی کوي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د عدليي وزارت له لوري خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عدليې وزير عبدالحيکم شرعي په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره په ليدنه کې ويلي چې طالبان به د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو مواردو څخه پرته چې له اسلامي شریعت او د اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي د مؤقتې دورې لپاره نافذ کړي.

د خبرپاڼې له مخې، هغه نړیوال قوانین او سندونه چې د شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي ورته درناوی کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او نړۍوالو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه به د دوی پر خلاف کار نه اخیستل کیږي.

په ورته مهال، د چین هېواد سفیر ويلي، خوښ دی چې طالبان خپلې ژمنې پوره کوي چې له دې سره به د خلکو اقتصادي ستونزې حل او د تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي زياته کړې، له طالبانو سره به خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وساتي او په نړیواله کچه به پر طالبانو د لګول شوو تحریمونو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي.

Visits: 2473

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.