ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکایي سناتور: امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې د پاکستان دوه مخې پالیسي ونه پېژنده

امریکایي سناتور: امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې د پاکستان دوه مخې پالیسي ونه پېژنده

author avatar
29 Sep 2021 - 09:23
امریکایي سناتور: امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې د پاکستان دوه مخې پالیسي ونه پېژنده
author avatar
29 Sep 2021 - 09:23

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۰): د امریکا مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټې مشر سناتور جګ ریډ وایي، د امریکا حکومت ونه شو کولای په افغانستان کې د شل کلن ماموریت پر مهال د پاکستان دوه مخې پالیسي وپېژني.

ده دا څرګندونې تېره ورځ (سه شنبې) د امریکا مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټې په ناسته کې وکړې.

هغه ویلي چې یوې خوا د پاکستان چارواکو له امریکایي چارواکو سره خبرې او کتنې کولې، خو په ورته وخت کې طالبان په پاکستان کې بیا منظم کېدل.

د ده په وینا، د امریکا حکومت ونه شو کړای چې په افغانستان کې د شل کلن ماموریت پر مهال د پاکستان دوه مخې پالیسي وپېژني.

هغه ویلي چې دا باید د امریکا لپاره یو درس وي او په دې خبره پوهېدل په کار دي چې پاکستان ولې او څنګه افغان طالبانو ته پټنځایونه ورکړل.

د امریکا لوی درستیز جنرال مایک مېلي هم په یاده ناسته کې ویلي چې د افغان جګړې په ارزونه کې باید د پاکستان رول او کړنو ته هم جدي کتنه وشي او امریکا باید پرېکړه وکړي چې له پاکستان سره باید څه ډول چلند وشي.

خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته ویلي چې دوی د افغانستان په جګړه کې ډېر ځپل شوي، ۸۰زره کسان یې وژل شوي او نړۍ باید د دوی د همکاریو ستاینه وکړي.

Visits: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.