ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې د یوه روغتیايي مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

په کندهار ښار کې د یوه روغتیايي مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

author avatar
30 Sep 2021 - 15:04
په کندهار ښار کې د یوه روغتیايي مرکز جوړېدو چارې پیل شوې
author avatar
30 Sep 2021 - 15:04

کنندهار (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۰): د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د حکیم اډې په ساحه کې د یوه روغتیايي مرکز جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه روغتیايي مرکز د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان/UNHCR  په مالي لګښت جوړېږي.

په دغو مراسمو کې د کندهار د عامې روغتیا د رییس حافظ عبدالحي عباس، د اقتصاد د رییس ګل احمد ارین او د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان د استازي حاجي تيمور شاه ترڅنګ د سیمې مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا ريیس حافظ عبدالحي عباس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتیایي مرکز د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د کندهار ښار نهمه ناحیه یوه ګڼ مېشته سیمه ده چې اوسېدونکو ته یې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه دغسې یوه روغتیايي مرکز جوړولو ته اړتیا لیدل کېده.

نوموړي د ملګرو ملتونو د کډوالو له نړیوال سازمانه مننه وکړه چې په دې سیمه کې روغتیايي مرکز جوړوي.

د UNHCR استازي حاجي تيمورشاه پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه روغتیايي مرکز ودانۍ د اړوندې ادارې د ۲۰۰زره امریکايي ډالرو په لګښت په ۳ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې د ۶ میاشتو په موده کې به بشپړه شي.

هغه زیاته کړه، د ودانۍ جوړولو چارې د ACC ودانیز شرکت له خوا ترسره کېږي چې د تخنیکي نظارت چارې یې د WAW . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.