ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوې چینایۍ کمپنۍ د مس عینک کان شاوخوا ته له مېشتو سلګونو کورنیو سره مرسته وکړه

یوې چینایۍ کمپنۍ د مس عینک کان شاوخوا ته له مېشتو سلګونو کورنیو سره مرسته وکړه

author avatar
2 Oct 2021 - 16:48
یوې چینایۍ کمپنۍ د مس عینک کان شاوخوا ته له مېشتو سلګونو کورنیو سره مرسته وکړه
author avatar
2 Oct 2021 - 16:48

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۰): په لوګر کې د مس عینک کان پروژې قراردادي چینایۍ کمپنۍ د دغه کان شاوخوا ته نږدې ۵۰۸ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د مس عینک قراردادي چینایي کمپنۍ ایم جې اې ایم ( MJAM) استازي صفت الله رحیمي تېره ورځ د یادې مرستې په اړه د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د مس عینک پروژې شاوخوا نږدۍ کورنۍ یې په نښې کړي او په لومړي وار یې له ۵۰۸ کورنیو سره د یوې، یوې بورۍ وریجو او اوړو مرسته وکړه.

دی وايي چې کمپنۍ به یې په راتلونکې کې هم ورته مرستې وکړي.

هغه د لوګر له مسوولینو وغوښتل چې د یادې پروژې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ ولسوال مولوي حزب الله د میس عینک کان پروژې له قراردادي کمپنۍ څخه په مننې هیله څرګنده کړه چې دغه پروژه به ژر پرمختګ وکړي.

ده په سیمه کې د یادې کمپنۍ د کار له پیلولو ملاتړ اعلان کړ.

د محمد اغې ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي فیاض په یاده غونډه کې د مس عینک پروژې امنیت د ټینګښت په برخه کې د همکارۍ ټټر وواهه.

 

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.