ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له افغانستانه بهر ته د وتلو لپاره د خبریالۍ جعلي اسناد جوړېږي

له افغانستانه بهر ته د وتلو لپاره د خبریالۍ جعلي اسناد جوړېږي

author avatar
3 Oct 2021 - 10:50
له افغانستانه بهر ته د وتلو لپاره د خبریالۍ جعلي اسناد جوړېږي
author avatar
3 Oct 2021 - 10:50

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې «بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د لېږد بهیر» له پیلېدو وروسته عامو خلکو د ځینو رسنیو له ادرسه د خبریالۍ جعلي اسناد جوړ کړي او یو شمېر نور له همدې اسنادو په استفاده بهر ته تللي دي.

د روان کال د زمري په ۲۴مه د طالبانو له خوا د مخکني نظام له سقوط وروسته زرګونه کسانو پر هوايي ډګر هجوم ور وړی چې ډېرو یې د سفر اسناد نه لرل.

د یادونې ده، له هغې ورځې وروسته تر اوسه ۱۱۰زره کسان بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي او د هغو کسانو د لېږد بهر چې له بهرنیانو سره یې کار کړی لا هم دوام لري.

د خوندیتوب احساس نه لرل، بېوزلي او تنګ لاسي، د کار له لاسه ورکول، د نجونو او ښځو بې برخلیکتوب هغه عوامل دي چې یو شمېر افغانان بهرنیو هېوادونو ته د تګ تصمیم ونیسي.

د پژواک موندنې ښيي چې د رسنیو کارکوونکي او مدني فعالان جعلي کارت او اسناد جوړوي او ان په ټولنیزو رسنيو کې هم ورته بازارموندنه کوي.

هغه کسان چې جعلي اسناد یې ترلاسه کړي

د کابل ښار د خیرخانې اوسېدونکي اقبال محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، یو خپلوان یې چې په رسنیو کې یې هيڅ کار نه دی کړی او اصلاً خبریال نه دی، خو د جعلي کارت او اسنادو پر اساس یې د کاناډا د پناه ورکونې سند ترلاسه کړی دی.

هغه زیاته کړه چې ایمل همراز یې نږدې خپلوان دی، د یوه دوست له لارې چې په یوه خصوصي رسنۍ کې یې کار کاوه، د ۶۰۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې یې د رسنۍ اسناد ترلاسه کړل.

هغه وویل: ((دا چې یوه ملګري مې په رسنۍ کې کار کاوه، له ما سره یې دا همکاري وکړه او ما د ۶زره امریکايي ډالرو په مقابل کې په درېیو ورځو کې ریکمنډېشن او ریفرینس لېټر او د خبریالۍ کارت جوړ کړ.))

اقبال محمدي وویل، ملګري مې د رسنۍ نوم نه دی راته روښانه کړی، خو ورته ویلي یې دي چې دغه رسنۍ بهرنۍ ده.

نوموړي زیاته کړه چې ملګري یې داسې ورته لیکلي: ((ما ځان ته کېس برابر کړ او د سپټمبر په اوومه له کابله پاکستان ته راغلم، له دې ځایه مې کاناډا ته اپلای وکړ او مثبت ځواب مې هم ترلاسه کړ، اوس هم د کاناډا د ویزې او پرواز انتظار یم.))

د اقبال په خبره، ملګری یې (ایمل همراز) ورته ویلي: ((نه یوازې زه، بلکې ډېری نور کسانو هم د همدې رسنۍ له لارې د ډېرو پیسو په بدل کې، تر ۱۰۰۰ ډېرو امریکايي ډالرو په بدل کې اسناد ترلاسه کړي دي.))

عمر ملک د «افغان بازار» په نوم فېسبوک ګروپ کې لیکلي: ((څوک چې د خبریالۍ تضمیني اسنادو ته اړتیا لري، پیغام راولېږئ.))

د پژواک خبري اژانس خبریال له عمر ملکزي سره د مسينجر له لارې د خبریالۍ د اسنادو او کارت په تړاو خبرې کړې دي. هغه وویل چې په درېیو ورځو کې د ۲۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې د سفر لپاره د اړتیا وړ اسناد او کارت ورته جوړوي.

هغه لومړی د پژواک له خبریاله د تحصیلاتو په اړه پوښتنه وکړه او د بشپړ معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته یې وویل: ((کار مو کېږي، موږ د ټلویزیون زن په همکارۍ کولای شو د خبریالۍ اسناد وړاندې کړو، د اړتیا وړ مواد لکه دفتري کارت، اېچ ار لېټر (د بشري سرچینو تایید پاڼه) او قرارداد خط درته جوړوو، موږ درته دوه کاله کاري تجربه درکوو.))

عمر وویل چې د اسنادو جوړولو لپاره عکس، د نوم او پېژندپاڼې مشخصانو ته اړتیا ده.

هغه په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسناد به ضمانت ولري، وویل: ((ټاپه او لاسلیک خپله د زن ټلویزیون د رییس دي چې هغه ته ورته مو جوړ کړي … تاسو د خپل کېس لپاره داسې دروغ وايئ چې له رښتیا سره برابر دي.))

هغه زیاته کړه : ((یعنې کله مو چې اسناد چک کړل او درته وسپارل شول، پیسې د کار په پای کې اخلو، تاسو راشئ اسناد چک کړئ، که مو د قبول وړ وو پیسې ورکړی که نه وو اسناد مو ستاسو په موجودیت کې سوځوم او هویت مو خوندي پاتې کېږي.))

سرچینې په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې جوړ شوي اسناد باید چېرې ترې تسلیم کړم؟ وویل: ((هر ځای چې ووايې درځم، دا چې نجلۍ یې، د ناقانونه کار لپاره دفتر نه مشخص کېږي، خپله یې په پایله پوهېږې، خو باید ته خپله راشې او اسناد درته وسپارل شي.))

له عمر سره د پژواک د خبریال د خبرو یوه برخه

د زن ټلویزیون د رییس ځواب

د زن ټلویزیون رییس حامد ثمر چې اوس مهال امریکا کې دی د واټس اپ له لارې پژواک ته وویل: ((له بده مرغه استفاده کوونکي انسانان چې ځان د زن ټلویزیون کارکوونکي معرفي کوي؟. خو زن ټلویزیون کې یوازې درې ښځې او څلور نارینه چې زموږ کارکوونکي دي کابل کې دي، نور زموږ هېڅ ملګری افغانستان کې نشته، ټول له هېواده بهر دي. څه وخت مخکې هم یک کس چې ځان یې یوه بنسټ ته د زن ټلویزیون کارکوونکي معرفي کړی و، خو له نېکه مرغه کله چې ما ورسره اړیکه ټینګه کړه اصلا یاد کس هېڅ وخت له موږ سره همکار نه و.))

په ورته وخت کې احمد ضیا امیري په نوم فېسبوک کارکوونکي د ویډیويي کلېپ په شریکولو سره لیکلي: ((د خبریالۍ مینه وال او مدني فعالان چې غواړي بهر ته لاړ شي. لیلام، لیلام، لیلام، نورو ته په ۲۰۰ ډالر، تاسو ته په ۱۵۰ ډالر! ګرانو دوستانو تاسو قضاوت وکړئ؟ پر دغو کسانو مه دوکه کېږئ.))

د «ترتیب نمودن اسناد خبرنګاری و فعال جامعه مدنی» په نوم فېسبوک ګروپ کې لیکل شوي: ((د معتبرو اسنادو جوړول: (د مدني ټولنې د فعال او خبریالۍ اسناد) هغو کسانو ته چې غواړي اروپايي هېوادونو ته د تګ لپاره کېس جوړ کړي.))

په دغه پوسټ کې ( ۰۷۸۰۹۹۴۴۱۴ او ۰۷۸۰۲۹۴۸۴ ) شمېرې هم شریکې شوې او ویل شوي: ((د ډېرو معلوماتو لپاره زموږ له شمېرو سره اړیکه ټینګه کړئ یا واټس اپ کې پیغام پرېږدئ.))

د پژواک خبریال له یادو شمېرو سره اړیکه ونیوه خو ټینګه نه شوه.

په ورته وخت کې د دوو کسانو ترمنځ د خبرو غږیز کلېپ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، یو کس مقابل لوري ته وايي: ((محترم وروره، زه د ملګرو ملتونو سازمان دفتر لیک لرم، د همدې مدني فعالیتوب لپاره چې ملګرو ملتونو سازمان تصدیق کړي وو، له بده مرغه د مدني فعال اسناد نه لرم، اوس غواړم که تاسو همکاري وکړئ او په څو جوړېږي؛ ځکه زه د ملګرو ملتونو سازمان لیک لرم، قانوني لیک لرم، دا موضوع څه ډول ده؟))

مقابل لوری داسې ځواب وایي: «سلام علیکم وروره ښه یاست؟ صحت مو جوړ دی؟ پخیر یاست ان شاالله. ډېر وبښئ چې ناوخته مو ستاسې ځواب درکړ، ستونزه نشته وروره، موږ درته اسناد جوړولای شو. د خبریالۍ اسناد اوس نه کېږي؛ خو وروسته بیا کېږي، درته جوړولای یې شو خو اصلي بیا نه راځي.»

هغه زیاته کړه: «له هغه مخکې موږ له خورشید ټلوېزیون سره قرارداد درلود، اوس هغه بهیر درېدلی، اصلي نه جوړیږي، هغه څوک چې وایي جوړوو یې، ټول فېک [جعلي] دي.»

هغه وایي: «د مدني فعال اسناد موږ اصلي نه شو درته جوړولای، په خپله د بنسټ له لوري هغه بنسټ چې موږ ورسره قرارداد لرو. یاد بنسټ څو کاله فعالیت کړی، کار یې کړی او جواز لري، د بېلګې په توګه د مخکني دولت د عدلیې وزارت نه ۱۰۰ په سلو اصلي اسناد درته جوړېږي.»

سرچینه وایي: «کره اسناد چې د دندې کارت او اچ ار لېټر، ریکمنډېشن لېټر، سرټیفیکېټ او د اړتیا ټول ټول اسناد او دوه نیم کاله کاري تحربه په کې شامل دي، تاسو ته جوړېږي او په دغو اسنادو سره مو خامخا کار کېږي.»

هغه وایي: «د خبریالۍ په اسنادو کې ښځو ته لومړیتوب ورکول کېږي، د مدني فعالانو په اسنادو کې توپیر نشته، ښځه او نر ټول یې په لومړیتوب کې دي. نو د خبریالۍ له اسنادو د مدني فعالیت اسناد ښه دي او رول یې یو څه لوړ دی، خو بیا هم که مو غوښتل د هر کس د اسنادو په بدل کې چې ۵ یا ۶ کسان یاست، ۱۵۰ ډالر درته حسابوو؛ که څه هم چې ۲۰۰ ډالر دي، خو تاسو ته یې د یوه کس د اسنادو په بدل کې ۱۵۰ ډالر حسابولای شو.»

خورشید ټلوېزیون: داسې کسان شته چې د رسنۍ له نومه ناوړه ګټه اخلي.

د خورشید ټلوېزیون اجرائیوي رییس سید انیس سادات پژواک ته وویل: «له بده مرغه چې ډېر دغه ډول جعلي اسناد جوړ شوي او داسې کسان شته چې د رسنۍ له نومه ناوړه استفاده کوي، خو دغه ادعا دروغ ده چې له خورشید سره یې قرارداد درلود، دغه ډول هيڅ هم امکان نه لري.»

هغه زیاته کړه: «موږ هغه رسنۍ نه یو چې ګواکې د یو څو پیسو لپاره د خپلې رسنۍ حیثیت تر پوښتنې لاندې راولو، دغه خبره یوه دروغ اوازه ده، زموږ رسنۍ په هيڅ ډول دغه کار نه دی کړی.»

نوموړي تایید کړه چې دوی به یاده قضیه له نږدې څاري او داسې خلکو ته د جزا ورکولو غوښتنه کوي چې د رسنیو له نوم نه ناوړه ګټه اخلي.

سرچینه: مخکنيو دولتي چارواکو خپلو خپلوانو ته جعلي اسناد جوړ کړي

د یوه سفارت کارکوونکو د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وویل: «زه ډېر خبریالان پېژنم چې اوس هم په افغانستان کې پاتې دي؛ خو د خبریال په نوم لسګونه څه چې سلګونه کسان په جلعي کارتونو وتلي، مثال یې زموږ یو خپل دی چې نه یې ژورنالېزم لوستی و او نه یې کار کړی و؛ خو د ملي دفاع وزارت مخکني ویاند فواد امان، دوو پلورنځي لرونکو ته کارتونه جوړ کړل او دا مهال هغوی دواړه په امریکا کې دي.»

نوموړي زیاته کړه چې دغه ډول جعل کارۍ ډېرې ترسره شوې؛ ان تر دې چې د خبریالانو اتحادیو هم دغه کار کاوه.

هغه وویل: «ډېری کسانو له خپلې پېژندګلوۍ ګټه اخیستې، هغه کسان چې دوی پېژندل، ان له سیمه ییزو راډیوګانو چې د سیمې په کچه خپرونې یې درلودې، ناوړه کټه اخیستې. هغه کسان چې ورسره پېژندل یې، د کورنیو غړي یې وو، اېچ ار لېټر لري. ای ډي کارت او په خپله د دفتر کارت ورته لري، ډېری هغه دولتي خلک چې له ځینو ټلوېزیونونو، اتحادیو، لکه د خبریالانو اتحادیه او د «نی دفتر» له دفتر سره یې پېژندګلوي لرله، اېچ ار لېټر لري.»

نوموړي وویل: «خپلو خپلوانو او دوستانو او قومیانو ته او هغوی د p2 ,p3 پروګرامونو ته چې د بهرنیو هېوادونو له لوري د خبریالانو او مدني فعالانو لپاره اپلای وکړي، هغه کسان چې په رښتیا خبریالان او مدنې فعالان وو، شاوخوا ۵۰ سلنه یې پاتې دي.»

خلوتګر: نی هيچا ته هيڅ ډول سند نه دی ورکړی.

په کابل کې د نی دفتر رییس مجیب خلوتګر په ټیلېفوني اړیکه کې په دې اړه پژواک ته وویل: «نی هیچا ته هيڅ ډول اسناد نه دي ورکړي، د نی دفتر د بیان او رسنیو د ازادۍ ارزښتونو ته ژمن دی او هیڅکله داسې اقدام نه کوي چې د دې ارزښتونو خلاف وي. موږ د عدالت غوښتونکي دفتر په توګه د خبریالانو له حقونو ملاتړ کړی، موږ هيڅکله داسې اداري ګامونه نه اخلو چې زموږ د دندو په لایحه کې ځای نه لري. هره ادعا چې شوې، دروغ ده او موږ یې په جدي ډول ردوو.»

خو د افغانستان د خبریالانو شورا په یوه اعلامیه کې ویلي: «موضوع په جدي ډول څېړي او له اړوندو سرچینو سره په اړیکه کې ده؛ څو اصلي عاملین معلوم او له قانوني لارو یې تعقیب او جزا ورکړي. د خبریالانو د ډاډه والي لپاره باید وویل شي چې قطر ته لېږدول شوي کسان، تر څېړنو لاندې دي او د دغه بهیر له بشپړوالي وروسته به بېرته خپل وطن ته راوستل شي.»

د اعلامیې په پای کې لیکل شوي چې د افغانستان د ژورنالېستانو شورا پر دې اساس د افغانستان او قطر له چارواکو او انټرپول نړیوالو پولیسو څخه په جدي ډول غواړي چې په دې اړه خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 3746

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.