ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روانه اوونۍ له نورو هېوادونو امریکا ته د افغانانو د لېږد لړۍ پیلېږي

روانه اوونۍ له نورو هېوادونو امریکا ته د افغانانو د لېږد لړۍ پیلېږي

author avatar
5 Oct 2021 - 09:50
روانه اوونۍ له نورو هېوادونو امریکا ته د افغانانو د لېږد لړۍ پیلېږي
author avatar
5 Oct 2021 - 09:50

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۰): د امریکا د کورني امنیت وزارت وایي، روانه اوونۍ امریکا ته د هغو افغانانو د لېږد لړۍ پیلېږي چې له افغانستانه د تخلیې د بهیر پر وخت ایستل شوي او دا مهال په نورو هېوادونو کې دي.

وروسته له هغه چې طالبانو د وږي په ۲۴مه کابل ونیو، زرګونه هغه افغانانان چې له بهرنیانو سره یې کار کړی و، د کابل له هوایي ډګره بهر ته و ایستل شول.

له دغو کسانو یو شمېر د امریکا متحده ایالتونو ته رسېدلي او ځیني یې په ځینو نورو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه په کمپونو کې اوسي.

خو د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت ویلي چې له افغانستانه د تخلیې د بهیر پر وخت را ایستل شوي افغانان چې ډېری یې د اروپا او منځني ختیځ په هېوادونو کې ځای پر ځای شوي، متحده ایالتونو ته لېږدول کېږي.

د دغه وزارت له خوا په اعلامیه کې راغلي: «د متحدینو ښه راغلاست د عملیاتو پروازونه په همدې اوونۍ کې پیلېږي.»

سرچينې لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونو ته ټولو نوو راغلو افغان کډوالو ته چې شمېر یې څه باندې ۴۹زره دی، د شري، ډډغومبوري او چیچک واکسین ورکولو بهیر بشپړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه پوځي قوماندان له خولې لیکلي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.