ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: ډېر ژر به پوهنتونونه پیل شي

حقاني: ډېر ژر به پوهنتونونه پیل شي

author avatar
6 Oct 2021 - 17:58
حقاني: ډېر ژر به پوهنتونونه پیل شي
author avatar
6 Oct 2021 - 17:58

کابل(پژواک، ۱۴ میزان ۱۴۰۰): د لوړو زده کړو وزارت سرپرست دې ته په اشاره چې د پوهنتونونو پر پیلېدو کار روان دی او ډېر ژر به پیل شي وویل، د تېرو څلورو لسیزو جګړو لوړې زده کړې سختې اغېزمنې کړې، خو هڅه کوي دغه ستونزې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري په ۲۴ مه د مخکني نظام تر سقوط وروسته د ټولو تحصیلي بنسټونو درسونه بند شول.

د یادونې ده چې د لوړو زده کړو د خصوصي بنسټونو درسونه د وږي په ۱۵ مه پیل شول، خو د دولتي پوهنتونونو درسونه تر اوسه نه دي پیل شوي، ځکه حکومتي مسوولین د ښځینه او نارینه محصلینو د ټولګیو پر جداوالي ټینګار کوي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني نن کابل کې په خبري ناسته کې وویل، افغانستان کې جګړې بېلا بېلې برخې له دې ډلې لوړو زده کړو بهیر اغېزمن کړی دی.

دی وايي چې حکومت هېواد کې د لوړو زده کړو بهیر د پرمختګ لپاره د لارو پیدا کولو هڅه کوي، چې له امله یې افغانستان پر ځان بسیا او له نړۍ سره سیالي وکړای شي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د جګړې پر مهال له تعلیمي او تحصیلي بنسټونو ساتنه کړې، دغه عمل یې ښيي چې حکومت هېواد کې د لوړو زده کړو پرمختګ او ودې ته ژمن دی.

حقاني وویل، کله چې کابل ته راغلل د ټولو تحصیلي بنسټونو له استادانو سره یې ناسته درلود او ژمنه یې وکړه چې دغه بنسټونه اکمالوي او د پرمختګ لپاره یې هڅې کوي.

هغه روښانه کړه: ((افغانستان د یوه اسلامي هېواد په توګه دوه ډوله تعلیمي ادارو ته اړتیا لري، لومړی هغه تعلیمي ادارې چې د مسلمان دیني اړتیاوې پوره کوي او دیني احکام ځوانانو ته ښيي چې د دیني مدرسو په نوم یادېږي، دویم ښوونه روزنه او لوړې زده کړې چې د هېواد نورې اړتیاوې پوره کوي.))

دی وايي، د لوړو زده کړو خصوصي موسسو له مسوولینو سره یې ناسته کې د فیسونو د کمښت په اړه خبرې کړې او له دوی یې غوښتي چې فیس کې باید تخفیف ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: ((د اشغال په نتیجه کې داسې کارونه رامنځته شوي چې د اسلام او ملي ارزښتونو خلاف دي، باید د ټولو هغو مسایلو مخه ونیول شي چې د ملي او اسلامي ارزښتونو خلاف دي.))

خو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دې اړه ډېرې خبرې ونه کړې.

د ده په خبره، د دولتي پوهنتونونو پر پیلېدو کار روان دی او ډېر ژر به پیل شي.

حقاني بهرنیو بورسونو ته په اشاره وویل، داسې زمینه برابروي چې ځوانان وکولای شي د لوړو زده کړو د دوام لپاره له هېواده بهر لاړ شي.

د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې یوه استازي وویل، خصوصي پوهنتونونه په پام کې لري چې پر شرایطو برابرو ۶۰ زره محصلینو ته بورسیې او تخفیف ورکړي، څو د ځوانانو علمي ظرفیت لوړ او هېواد پرمختګ وکړي.

Visits: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.