کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۰): په پراګ کې د افغانستان سفارت د یو لیک له لارې د نړۍ له شلو سترو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې تر وروستیو بدلونونو وروسته د رامنځته شوي فقر او بېکارۍ کچې ټیټېدو په موخه بېړنۍ مرستې وکړي.
متحده ایالات، برېتانیا، جرمني، روسیه، ارجنټاین، استرالیا، برازیل، کاناډا، چین، فرانسه، هندوستان، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، کوریا، مکسیکو، سعودي عربستان، جنوبي افریقا، ترکیه او اروپایي اتحادیه د جي ۲۰ غونډې ګډونوال دي او ټاکل شوې چې دغه غونډه سږ کال د ايټاليا پر مشرۍ د اکتوبر په ۱۲مه ترسره شي.
په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد اریوبي پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي: "جي ۲۰ غونډې او په ځانګړې توګه د دې غونډې رییس او د ایټالیا لومړي وزیر ښاغلي ماریو دراګي ته مې په پراګ کې د افغانستان سفارت له لوري په په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له امله پر افغانانو باندې د راغلي ناوړه حالت او د هېوادوالو د نامعلوم برخلیک په هکله یو لیک ولېږه."
سرچینې زیاته کړه چې په یاد لیک You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.