ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا رييس: د بلخ ځيني روغتيايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي

د عامې روغتيا رييس: د بلخ ځيني روغتيايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي

author avatar
10 Oct 2021 - 16:09
د عامې روغتيا رييس: د بلخ ځيني روغتيايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي
author avatar
10 Oct 2021 - 16:09

مزارشريف (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۰): د بلخ د عامې روغتيا رييس وايي چې په دغه ولايت کې ټول روغتيايي مرکزونه پرانيستي او فعال دي، خو زياتوي چې يو شمېر مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.

د بلخ د عامې روغتيا رييس مولوي شيخ مير صدام دغه څرګندونې د تلې په ۱۸مه په مزارشريف کې د رواني روغتيا نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

هغه وويل چې د رواني روغتيا په اړه دغه پروګرام يې په دې هدف جوړ کړی، څو خلک يې په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

د هغه وينا، په مزارشريف ښار او ولسواليو کې ټول روغتونونه او روغتيايي مرکزونه پرانيستي او فعال دي.

خو هغه زياتوي چې يو شمېر دغه مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي چې دوی د يادې ستونزې د هواري په لټه کې دي.

نوموړي وويل: ((ټول روغتونونه او کلينيکونه په نورمال ډول فعاليت کوي؛ خو په لرو پرتو سیمو کې زموږ يو شمېر روغتيايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.))

هغه زياته کړه چې په بلخ کې د ټول صحي پرسونل امنيت تامين دی او د هغوی د معاشونو اجرا لپاره هم پلانونه جوړ شوي دي.

په ورته مهال د بلخ د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر يوسف صميم قاضي زاده پژواک ته وويل چې دغه ولايت کې د رواني ناروغانو شمېر زيات شوی دی.

نوموړي که څه هم په دې تړاو کره شمېره وړاندې نه کړه خو زياته يې کړه چې روغتونونو ته د مراجعه کوونکو ناروغانو نږدې شپېته سلنه يې پر رواني ناروغيو اخته دي.

هغه زياته کړه چې په ټولنه کې شته ناخوالې، فقر، ټولنيزې ستونزې او بېوزلي د رواني ناروغيو عمده لاملونه دي.

ډاکټر قاضي زاده د رواني روغتيا پر اهميت ټينګار وکړ او له خلکو يې وغوښتل چې روغتيايي لارښوونو ته دې جدي پاملرنې وکړي.

د بلخ په حوزوي روغتون کې د رواني روغتيا څانګې مسوول متخصص ډاکټر اسدالله الفت رسنيو ته وويل تر ټولو مهمه دا ده چې خلک د رواني روغتيا په مهم والي پوه کړای شي.

الفت زياته کړه چې له رواني ناروغۍ سره د خلکو سطحي چلند د دې سبب کېږي چې ياده ناروغي لا ډېره پراخه شي.

هغه همدا راز وويل چې له رواني ناروغۍ سره د نړۍ په کچه مبارزه د قناعت وړ نه ده.

د بلخ د عامې روغتيا مسوولين وايي چې په مزارشريف ښار کې د دولتی او خصوصي روغتونونو تر څنګ د دغه ولايت په ولسواليو کې ۱۱۶ روغتيایی مرکزونه د خلکو پر مخ پرانيستي او فعاليت کوي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.