ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملکي هوايي چلند ادارې کام ایر او پي ای اې ته د ټکټونو بیو ټیټولو خبرداری ورکړی

د ملکي هوايي چلند ادارې کام ایر او پي ای اې ته د ټکټونو بیو ټیټولو خبرداری ورکړی

author avatar
14 Oct 2021 - 14:22
د ملکي هوايي چلند ادارې کام ایر او پي ای اې ته د ټکټونو بیو ټیټولو خبرداری ورکړی
author avatar
14 Oct 2021 - 14:22

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۰): د ملکي هوايي چلند ادارې د پاکستان PIA او کام ایر هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د خپلو ټکټونو بیې بېرته راټیټې کړي.

د ملکي او هوايي چلند ادارې د يوه مکتوب په خپرولو سره ويلي چې د کابل- اسلام اباد ترمنځ دې د ټکټونو بيې د پخوا په څېر تنظيم شي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د مخالفت په صورت کې به دواړو شرکتونو ته پر ياد مسیر د الوتنو اجازه ور نه ‌کړل شي.

په خبرپاڼه کې له خلکو هم غوښتل شوي چې ترې د لوړو ټکټونو اخیستو په صورت کې دې له يادې ادارې سره اسناد او شواهد شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل‌- اسلام‌اباد ترمنځ د یوه ټکټ بیه تر ۲۵۰۰ ډالرو رسېدلې ده خو د پخواني نظام پر مهال د دغه ټکټونو بيه د ٣٠٠ ډالرو په شاوخوا کې وه.

Visits: 152

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.