منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۲ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتيکا کې له ٢١٠٠ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۷ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢٣ تله ١٤٠٠): په پکتيکا کې د پاکستان د خلکو له لوري له ٢١٠٠ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره کېږي.

د الخدمت فونډېشن استازي مصباح وويل چې دغه مرستې د پاکستان د خلکو له لوري را ټولې شوې چې په پکتيکا کې حکومتي مسوولينو ته وسپارل شوې څو پر بېوزله او مستحقو خلکو يې ووېشي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې غوړي، وريجي او نور خوراکي توکي شامل دي.

د مصباح په وينا، د پاکستان خلک او حکومت غواړي چې له افغانانو سره خپلې بشردوستانه مرستې جاري وساتي.

د پکتيکا مرستيال والي مولوي محب الله حماس د يادو مرستو د هرکلي ترڅنګ وويل چې دغه مرستې به پوره شفافيت سره پر خلکو ووېشل شي.

د يادونې ده، له دې وړاندې هم د پاکستان حکومت او خلکو په بېلابېلو ولايتونو کې له خلکو سره مرستې ترسره کړې دي.

 

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.