ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څلورو موسسو لسګونه کارکوونکي د معاشونو له نه ورکړې شکایت کوي

د څلورو موسسو لسګونه کارکوونکي د معاشونو له نه ورکړې شکایت کوي

author avatar
17 Oct 2021 - 17:58
د څلورو موسسو لسګونه کارکوونکي د معاشونو له نه ورکړې شکایت کوي
author avatar
17 Oct 2021 - 17:58

 

کابل(پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۰): د ملي دسترخوان په برخه کې د څلورو قراردادي موسسو کارکوونکو اعتراض وکړ چې معاشونه یې نه دي اخستي او وویل، که یې معاشونه ورنه کړل شي نو د یادو مسسو دروازې تړي.

دغه اعتراض کوونکي چې شمېر یې نږدې ۱۰۰ کسانو ته رسېده، د ADA، SDO، کوار و ودان موسسسو کارکوونکي وو.

د ADA موسسې ټولنیز کارکوونکي روح الله احمدي وویل چې د څلورو موسسو له دوه زره ډېرو کارکوونکو ته له دوو نیمو تر څلورو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

هغه وویل چې دغه ټول کارکوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې څو ځله د معاشونو ترلاسه کولو لپاره د موسسو مسوولینو ته ورغلي؛ خو هغوی یې په نن او سبا دوکه کوي او تر ننه یې د دوی حق الزحمه نه ده ورکړې.

احمدي له قراردادي شرکتونو او نړیوال بانک وغوښتل چې له یو بل سره په همغږۍ د دوی معاشونه ورکړي.

یوه بل اعتراض کوونکي محمد عثمان کټوازي وویل چې د څلورو میاشتو معاش یې نه دی اخیستی او زیاته یې کړه، شپه او ورځ یې زحمت ایستلی؛ خو اوس چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، معاش یې نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه: «څو ځله د موسسې رییس ته ورغلم، هغه وویل چې هرکله نړیوال بانک پیسې راکړي موږ به د تاسو معاشونه هم درکړو.»

نوموي وویل چې پنځه میاشتې یې له یادې موسسې سره کار کړی؛ خو یوازې د یوې میاشتې معاش یې ورکړل شوی دی.

دغو اعتراض کوونکو پر قراردادي موسسو سربېره پر نړیوال بانک هم نیوکه وکړه او وویل چې دغه پیسې یوازې د موسسې نه بلکې له دوو زرو د ډېرو کارکوونکو هم دي چې شپه او ورځ یې کار کړی او دا مهال د خوراک لپاره څه نه لري.

د لاریون په پای کې یو پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې په کې راغلي، که یې معاشونه ژر ورنه کړل شي، نو پراخ لاریونونه به وکړي او د موسسو دروازې به وتړي.

پرېکړه لیک کې د حاکم نظام له مسوولینو غوښتل شوي چې د یادو کارکوونکو مشروع او قانوني غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

د افغان پراختیایي موسسې (ADA . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.