ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه افغانستان ته له سل ټنو ډېره بشري مرسته لېږي

ملګري ملتونه افغانستان ته له سل ټنو ډېره بشري مرسته لېږي

author avatar
19 Oct 2021 - 12:24
ملګري ملتونه افغانستان ته له سل ټنو ډېره بشري مرسته لېږي
author avatar
19 Oct 2021 - 12:24

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۰): ملګري ملتونه افغانستان سره له سل ټنو زياته بشري مرسته چې خوراکي توکي په کې هم شامل دي، د ازبيکستان له لارې افغانستان ته استوي.

په منځنۍ اسيا کې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو درېیو ورځو کې له افغانستان سره له سلو ټنو څخه ډېره بشري مرسته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغه مرسته د ازبیکستان د ترمذ ښار هوايي ډګر ته رسېدلې ده.

خبرپاڼه کې راغلي: “په درېیو الوتکو کې لېږدول شوې مرستې چې خوراکي توکي هم په کې شامل دي، په ټېلرونو کې لوجستیکي مرکزونو ته انتقال او بيا به له ازبیکستانه د بلخ ولايت مرکز مزارشریف ته ولېږدول شي.”

ملګرو ملتونو له دې مخکې د افغانستان لپاره په یوه الوتکه کې ۳۲ ټنه مرسته د اکتوبر په ۱۵مه د ترمذ هوايي ډکر ته رسولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې طالبانو پر افغانستان ولکه کړې، تر اوسه یوه هېواد هم دوی په رسمیت نه دی پېژندلي، خو نړیوالې ټولنې وړمه اونۍ افغانستان سره له یو میلیارد امریکايي ډالرو د ډېرې بشري مرستې اعلان وکړ.

امریکا د افغانستان تر نهو میلیاردو ډېره پانګه کنګل کړې او هېواد کې بېکاري اوج ته رسېدلې ده، ځکه خلک له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دي خو په دې وروستیو کې قطر، پاکستان، اندونیزیا او ترکیې د مرستو ځینې جوپې افغانستان ته استولې دي.

Visits: 350

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.